د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان عمومي مشر له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د نړۍ د مهم اسلامي سازمان مشر له دندې استعفا ورکړه
600777
د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان عمومي مشر له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان مشر دا پریکړه د روغتیايي ستونزو له کبله کړې ده.
د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان مشر ایاز مدني ویلي دي چې د روغتیايي ستونزو له کبله نشي کولی چې دنده پر مخ یوسي.
د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ښاغلي ایاز مدني د روغتیايي ستونزو له امله له دندې استعفا ورکړې او سعودي عربستان د هغه پر ځای د ټولنیزو چارو پخوانی وزیر یوسف احمد العثیمین نوماند ټاکلی دی.
د یادولو وړ ده چې ایاز مدني د ۲۰۱۴ کال د جنوري په ۳۱ مه نیټه د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د مشر په توګه دنده پيل کړې ده .