داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.
د داعش ترهګرې ډلې دوه جګپوړي چارواکي ووژل شول
داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.
د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي سلاکار او د ماشومانو د روزنې مسول د نړۍوال ایتلاف په برید کې ووژل شول.
د نړۍوال ایتلاف ځواکونو د داعش ترهګرې ډلې په دوو جلا جلا سیمو د بریدونو سره لږ تر لږه ۳۷ تنه داعشیان ووژل .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نړۍوال ایتلافي ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د القیاره د سیمې په شمال کې د حاوي په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې په یو مرکز برید وکړ. پډې برید کې لږ تر لږه ۹ تنه ترهګر ووژل شول.
همداشان د ایتلاف اړوند الوتکو د موصل ښار په سویل کې د الجحش په سیمه کې د داعش په یو کتار برید وکړ چې له امله ۲۰ تنه ترهګر ووژل شول.
همداشان ایتلافي ځواکونو د المامون په سیمه کې د داعش ترهګرۍ ډلې د ماشومانو د رزونې په مسول برید وکړ چې په پایله کې د هغه په ګډون ۸ تنه داعشیان ووژل شول.