داعش ترهګرې ډلې په عراق کې په بورقې بندیز ولګو

د داعش ترهګرې ډلې د عراق په شمال کې  د خپل کنټرول لاندې په سیمو او په ځانګړې توګه په موصل ښار کې  په بورقې  یا چادري  بندیز ولګو.

566857
داعش ترهګرې ډلې په عراق کې په بورقې  بندیز ولګو

د داعش ترهګرې ډلې د عراق په شمال کې  د خپل کنټرول لاندې په سیمو او په ځانګړې توګه په موصل ښار کې  په بورقې  یا چادري  بندیز ولګو.

داعش ترهګرې ډلې  د بورقې  سره  امنیتي مرکزونو  او ودانیو ته په ننوتو  سخت بندیز لګولی دی .

دا پریکړه وروسته  د هغې وشوه چې  ځیني  داعشیان  د بورقې والا ښځو لخوا په مرموز  ډول  وژل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  داعش ترهګرې ډلې ددینه وړاندې په سوریه او عراق کې د خپل کنټرول لاندې په سیمو کې  هغه ښځې چې  بورقې به يي پر سر نوې  وهلې ټکولې او حتا وژلې.

اوس يي پخپله  په بورقې  بندیز ولګو. داعش ترهګره ډله په عراق او سوریه کې  د سترې ماتې سره مخامخ شوي دي.

په نوموړو هیوادونو کې ډیرې زیاتې سیمې د لاسه ورکړي دي.

د عراق اردو او پیشمرګه ځواکونو  د هیواد په دویم لوی ښار  موصل  د عملیاتو  په خاطر پوره تیاري نیولې ده. عراق اردو غواړي چې  موصل ښار د داعش ترهګرې ډلې نه تصفیه کړي.

همداشان  په سوریه کې  د ازادې سوریې ځواکونو  د ترکیې د وسله والو ځواکونو په ملاتړ  د هیواد په شمال کې  د داعش ترهګرې ډلې  د تصفیې په خاطر پراخه عملیات پیل کړي دی. د نوموړو روانو عملیاتو په ترڅ کې  تر اوسه پورې  ډیرې زیاتې سیمې  د داعش نه  ژغورل شوي  دي.


پيوندونه: #عراق , #داعش , #بورقه

اړوند خبرونه