داعش ترهګره ډله زړه بوږنوونکو ویدیوګانو خپرولو ته دوام ورکوي.
داعش ترهګرې ډلې یو ځل بیا د لوی وحشت ویدیو خپره کړه.
داعش ترهګره ډله زړه بوږنوونکو ویدیوګانو خپرولو ته دوام ورکوي.
داعش ترهګرې ډلې یو ځل بیا د لوی وحشت ویدیو خپره کړه. داعش ترهګره ډله په سوریه او عراق کې د لویې ماتې د خوړو نه وروسته د وحشت نه د ډکو ویدویوګانو خپرولو ته زور ته ورکړی دی .
داعش ترهګرې ډلې یو ځل بیا یو زیات شمیر کسان په ډیره بې رحمانه ډول په عام محضر کې ووژل .
داعش ترهګرې ډلې دا کسان د سوریې رژیم ته د جاسوسۍ په تور په ډیره وحشیانه ډول سره اعدام کړل.
داعش د نوموړو کسانو نه ځیني د چریز ټوپک سره د ځینو نورو نه يي بیا سرونه پرې کړي دي.
په ویدیو کې ښکاري چې داعش نوموړي کسان د دوو ډلو په حال کې میدان ته راولي او په ډیره بې رحمانه او وحشیانه ډول سره د ټولو د سترګو پر وړانډې وژني.
د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې په سوریه او عراق کې ډیرې زیاتې سیمې د لاسه ورکړي دي.
داعش د سوریې په شمال کې تر ټولو مهمه د مومبیچ ولسوالۍ او یو زیات شمیر نور کلي د لاسه ورکړ.
همداشان په عراق کې هم د هرې ورځې په تیریدو سره سیمې د لاسه ورکوي.