ترکیه د اسلامي نړۍ د مشرۍ  لپاره تر ټولو  مناسب  او لایق  هیواد   دی.

د تونس د النهضت غورڅنګ مشر په ترکیه کې د کودتا په اړه د لویدیځې نړۍ په دریځ نیوکې وکړې

550943
ترکیه د اسلامي نړۍ د مشرۍ  لپاره تر ټولو  مناسب  او لایق  هیواد   دی.

ترکیه د اسلامي نړۍ د مشرۍ  لپاره تر ټولو  مناسب  او لایق  هیواد   دی.

دا څرګندونې  په تونس کې د النهضت  د غورځنګ  مشر راشد الغنوشي  وکړې.

د عرب پسرلي نه وروسته په تونس کې  د ډیموکراسۍ د پلي کولو د مسلې سره تر ټولو زیات مرسته کوونکي  د النهضت  غورځنګ  مشر  راشد الغنوشي  په ترکیه کې  د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا په اړه ارزونې وکړې. هغه وویل چې په ترکیه کې  ټول ملت  د یو وجود  په توګه  اقتدار او مخالفینو ، چپي  او محافظه کارو  په ګډه توګه  د کودتاچیانو په مقابل کې ودریدل  او د کودتا مخه ونیوله. الغنوشي  وویل چې  ترکیه  د اسلامي نړۍ د مشرۍ لپاره  تر ټولو مناسب  هیواد  دی.

هغه  په ترکیه کې  د فتح الله ګولن ترهګریز لخوا د کودتا د ناکامې هڅې  اړوند  د لویدیځ  په دریځ نیوکه وکړه.

الغنوشي  وویل چې  « په ترکیه کې د کودتا نه وروسته  لویدیځې نړۍ باید  هر څه ژر د کودتا پر خلاف  او د ډیموکراسۍ نه د ملاتړ په توګه دریځ ښودلی وی. مونږ  تمه درلوده  چې ددې پیښې نه وروسته به  لویدیځوال  مشران ترکیې ته  لاړ  او د ډیموکراسۍ نه به قوي ملاتړ  اعلان کړي خو له بده مرغه چې  داسې ونه شو. پداسې حال کې چې  لویدیځې نړۍ  باید  د کودتا پر وړانډې  د ترکیې د ملت او مشرانو نه  قوي ملاتړ ښکاره کړی وی  ښکاره نکړ. د کودتا پر وړانډې  د لویدیځې نړۍ غوره کړی  دریځ خواشینوونکی دی. دا په ښکاره توګه دوه مخي او فرصت طلبي ده »

الغنوشي  په ترکیه کې د کودتاچیانو  او کودتا پر وړانډې  د ترک ملت  میړانتیا  او د حکومت د مخالفینو پورې  ټولو په یو اواز  غږ اوچتولو ته په اشارې سره وویل چې

« ترکیه  د ډیموکراسۍ له پلوه یو ډیر قوي  هیواد دی، دې هیواد  د ډیموکراسۍ حاکمیت یو ځل بیا ټولو ته ښکاره کړ. ترکیه  د اسلامي نړۍ  او سیمې د هیوادونو د مشرۍ لپاره تر ټولو مناسب  او لایق  هیواد دی.»

الغنوشي  په استانبول کې  د شهیدانو او ډیموکراسۍ  پرتمینې غونډې ته په اشارې سره وویل چې  «  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه  د مخالفو ګوندونو د مشرانو په ګډون  په میلیونونو تنو  د ډیموکراسۍ او شهیدانو په غونډه کې د ګډون سره  نړۍ ته په ترکیه کې د ملي یووالي او ډیموکراسۍ  اصلي  څیره وښوده. دې معظمې  غونډې ته  نړۍ  ګوته په غاښ  پاتې شوه. »

الغنوشي  وویل چې  ترک  ملت  نړۍ ته دا په اثبات ورسوله  چې په ترکیه کې د کودتاګانو  دوره  پایته رسیدلې ده.ترک ملت  نړۍ ته دا ثابته کړه چې  هیچا ته به اجازه ورنکړي چې ددوی  ډیموکراسۍ  او ازادۍ ته  زیان  ورسوي.

الغنوشي  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ایا ترکیې په تونس کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند  د فعالیتونو د درولو په خاطر  ستاسې نه غوښتنه کړې او که نه؟ وویل ، پدې اړه  زه کافي معلومات  نلرم  او که چیرې  ترکیه  داسې کومه غوښتنه وکړي  سمدلاسه به په حکومت  د ترکیې د غوښتنې د پرځای کولو غږ وکړو.



اړوند خبرونه