په سعودي عربستان كې نښته
د سعودي عربستان په يوې سرحدي سيمه كې د حوثي جنګياليو سره په نښته كې لږ ترلږه ۷ تنه سعودي سرتېري وژل شوي دي.
541680
دا نښته هغه مهال رامنځته شوه چې يو شمېر حوثي جنګياليو هڅه كوله چې د يمن له خاورې د سعودي عربستان خاورې ته ننوځي.
په يمن كې د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو د قوماندانۍ د معلوماتو په اساس حوثي وسله والو هڅه كوله چې د قاچاقي لارو سعودي ته ننوځي.
په خپره شوې خبر پاڼه كې راغلي دي چې په نښته كې حوثيانو ته هم درانده مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
په يمن كې د تېر يو كال راهيسې د حكومت د ځواكونو چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو له ملاتړه برخمن دي او د حوثي جنګيالو ترمېنځ نښتې روانې دي.