په جده كې ځانمرګى بريد
د سعودي عربستان د جدې په ښار كې ډيپلوماټيكې سيمې ته نږدې ځانمرګى بريد شوى دى.
د سعودي عربستان د جدې په ښار كې ډيپلوماټيكې سيمې ته نږدې ځانمرګى بريد شوى دى.
ددې هېواد د كورنيو چارو د وزارت د معلوماتو په اساس دا بريد نن شپه په ځايي وخت په دوه بجو د امريكا د متحدو ايالتونو قونسلګرۍ ته نږدې شوى دى چې په كې دوه تنه پوليس ټپيان شوي دي.
د معلوماتو په اساس په جده كې د فلسطين په واټ كې د پوليسو لخوا د يو شكمن كس د درول كېدو نه وروسته چاودنه شوې ده. د لومړنيو معلوماتو له مخې په پېښه كې ځانمرګى وژل شوى او دوه تنه پوليس ټپيان شوي دي.
د سعودي امنيتي چارواكو د معلوماتو په اساس د پېښې په اړه څېړنې روانې دي. د بريدګر د هويت او اصلي هدف په اړه به وروسته معلومات خپاره شي.
د فلسطين په جاده كې د امريكا د متحدو ايالتونو قونسلګري هم موقعيت لري. پوليس وايي چې دا لا څرګنده نه ده چې د بريد هدف د امريكا قونسلګري وه او كه نه.
دا په داسې حال كې ده چې ددې هېواد رسنۍ بيا وايي چې د بريد اصلي هدف ددې هېواد قونسلګري وه خو هدف ته د رسېدلو وړاندې د امنيتي ځواكونو لخوا ووژل شو.