داعش په سوریه او عراق کې د ماتې سره مخامخ دی
داعش په سوریه او عراق کې ډیرې زیاتې سیمې د لاسه ورکړي دي
امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی دی چې داعش په عراق او سوریه کې څه باندې ۴۵ سلنه سیمې د لاسه ورکړي دي.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون اعلان کړی دی چې داعش ترهګرې ډلې په عراق او سوریه کې ډیرې زیاتې سیمې د لاسه ورکړي دي . پنټاګون ویلي دي چې داعش پدې وروستیو کې د ډیرو زیاتو ماتو د مخامخیدو له امله په شا تګ ته اړ شوي دي.
د پنټاګون ویاند پيتر کوک تیره ورځ خبري رسنیو ته وویل چې داعش ترهګره ډله په سوریه او عراق کې د لویې ماتې سره مخامخ دي او څه باندې ۴۵ سلنه سیمې د لاسه ورکړي دي. د عراق پوځ ډیر زیات پرمختګ کړی دی او ډیرې زیاتې سیمې نیولي دي.
د ویلو ده داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې په عراق او سوریه کې ډیرې زیاتې سیمې ونیولې . داعش ترهګرې ډلې په عراق کې د مالکي د حکومت لخوا په سني ډلو د روانو ظلمونو نه په استفادې سره په ډیر لږ وخت کې ډیرې زیاتې سیمې ونیولې . داعش د عراق تر ټولو لوی دویم ښار موصل د نیولو سره یاد شوی ښار د خپل اصلي مرکز په توګه اعلان کړ.
د امریکا د دفاع وزارت پداسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د عراق پوځ د داعش نه د ګڼ شمیر سیمو د بیرته نیولو نه خبر ورکړ.