حزب الله ډلې د خپل مشر د وژنې پړه په سوریه کې په سني ډلو واچوله
د حزب الله ډلې وايي چې ددوی جګپوړی عسکري چارواکی مصطفی بدرالدین په سوریه کې د سني مخالفینو لخوا وژل شوی دی .
حزب الله ویلي دي چې مصطفی بدرالدین د سوري مخالفینو د توپخانې په برید کې وژل شوی دی.
په لبنان کې د حزب الله ډلې دویم تر ټولو جګپوړی مشر مصطفی بدرالدین د لاسه ورکړ.
حزب الله د مصطفی بدرالدین د وژنې پړه په سوري مخالفینو واچوله.
د حزب الله د ډلې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې مصطفی بدرالدین د سوریې په پلازمینه دمشق کې د شام د هوايي ډګر ترڅیرمه د مخالفو ډلو لخوا د راتوغول شوي توپ مرمۍ د لګیدو په پایله کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
د حزب الله ډلې پرون ویلي وو چې مصطفی بدرالدین په دمشق کې په یوې چاودنه کې ژوند د لاسه ورکړی دی چې نن يي بیا د هغه د مړینې پړه په مخالفینو واچوله.
د بله پلوه ایران ته نږدې او ځینو لویدیځوالو خبري رسنیو بیا ادعا کړې وه چې مصطفی بدرالدین د اسراییلو په هوايي برید کې وژل شوی دی .
مصطفی بدرالدین د حزب الله د ډلې د پوځ مشري په غاړه درلوده او د لبنان د لومړي وزیر رفیق حریرې د وژنې د تورنو کسانو نه یو وو.
هغه په ۲۰۰۸ کال کې د عماد مغنیه د وژل کیدو نه وروسته د هغه ځای ناستی او د حزب الله د ډلې د عسکري څانګې د مشر په توګه وټاکل شو.
بدرالدین په سوریه کې د حزب الله د ډلې عملیاتو مشري په غاړه درلوده. هغه د اسد په پلوي د مخالفینو پر خلاف جګړه کوله.