په عراق کې په یو بازار کې خونړۍ چاودنه وشوه

د عراق د پلازمینې بغداد په ۶۰ کیلومترۍ کې په یو بازار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې درنده چاودنه وشوه

481377
په عراق کې په یو بازار کې خونړۍ چاودنه وشوه

د عراق په پلازمینه بغداد کې د یو  مارکیت  ترڅنګ د موټر په مټ چاودنه وشوه

د عراق  د پلازمینې بغداد ختیځ لورې  پروت  د النهروان  په ښار کې  د خلکو د ګڼه ګوڼې په منځ کې پد یو مارکیټ ترڅنګ  د موټر پر مټ خونړی بمي برید وشو.

د النهروان  د ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د سهار په ساعتونو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال  د مارکیټ ترڅنګ  درنده چاودنه وشوه چې  قتل عام يي رامنځته کړ.

پولیسو ویلي دي چې  پدې برید کې  لږ تر لږه  ۲۴ تنه مړه او ۳۸ تنه نور تپیان شوي دي. ټپیان  په امبولانسونو کې  روغتونونو ته  انتقال شوي دي.

د ټپیانو نه د ځینو روغتیايی حالت باریکه دی.

په عراق کې پداسې حال کې دا چاودنه کیږي چې  په پلازمینه بغداد کې په لسګونو زره تنه  د حکومت  پر خلاف  مظاهرې کوي.

د النهروان ښار  د عراق پلازمینې بغداد په ۶۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. ویل کیږي چاودنه  د شیعه میشتو په سیمه کې  شوې ده .


پيوندونه: #عراق , #بغداد , #چاودنه

اړوند خبرونه