په وسلو او مهماتو بار ايرانۍ كيښتۍ ونيول شوه.

د امريكا بحري ځواكونو خبر وركړى دى چې په وسلو او مهماتو بار يوه ايرانۍ كيښتۍ يې نيولې ده چې غوښتل يې يمن ته لاړه شي.

465019
په وسلو او مهماتو بار ايرانۍ كيښتۍ ونيول شوه.


د امريكا بحري ځواكونو خبر وركړى دى چې په وسلو او مهماتو بار يوه ايرانۍ كيښتۍ يې نيولې ده چې غوښتل يې يمن ته لاړه شي.

دا كيښتۍ چې په يمن كې يې د حوثي جنګياليو لپاره وسلې او مهمات لېږدول د فارس په خليج كې د امريكايي ځواكونو لخوا توقيف شوې ده.

په دې كيښتۍ كې ۱۵۰۰ دانې كلاشينكوفونه، ۲۰۰ آر پي جي راكټونه او ۲۱ دانې ۵۰ ميلي متري توپونه شامل دي.

ويل كيږي چې دا وسلې د مارچ په ۲۸مه نېټه نيول شوي دي او اوسمهال د امريكايي ځواكونو په واك كې دي.

په دې اړه په خپره شوې رسمي اعلاميه كې راغلي دي چې دې كيښتۍ د هېڅ يو هېواد رسمي تابعيت نه درلود او كار كوونكي يې خوشې شوي.

د سپينې ماڼۍ وياند جاش ارنست په دې اړه وويل چې په يمن كې له حوثي جنګياليو د ايران ملاتړ ښايي چې په سيمه كې د ثبات د لمنځه وړلو په موخه نوموړى هېواد تخريبي فعاليت كوي. حوثيانو ته د ايران د دولت لخوا د وسلو لېږل بايد د امنيت په شورا كې مطرح شي.



اړوند خبرونه