په عراق كې په تركي ځواكونو د داعش بريد

د عراق د موصل ښار ته نږدې د باشيكا په نظامي هډې باندې چې تركي سرتيري په كې مېشت دي او د داعش پر وړاندې سيمه ايزو ځواكونو ته روزنه وركوي، تېر ماښام راكټي بريدونه وشول.

412141
په عراق كې په تركي ځواكونو د داعش بريد

دا بريدونه چې د روسي وسلې كاتيوشا په واسطه ترسره شول، په پايله كې دوه تنه عراقي ځواكونه ووژل شول او ۴ تنه تركي سرتيري بيا ټپيان شول.
د تركي مقاماتو د معلوماتو په اساس تېره ماښام د باشيكا په نظامي هډې باندې د داعش تر كنترول لاندې سيمې نه د كاتيوشا په واسطه ۴۷ توغندي وتوغول شول چې په پايله كې نظامي هډې ته مالي زيان هم رسېدلى دى. په بريد كې د اشتي وطني په نامه د موصل د ملي ځواكونو ۲ سرتيري ووژل شول. همداراز په سيمه كې ۴ تنه تركي سرتيري هم ټپيان شوي دي.
د داعش وسله والو د توغنديو د بريدونو نه وروسته غوښتل چې هډه ونيسي خو د تركي كوماندو د ځواكونو د مقاومت سره مخامخ شول. دا نښتې چې ۳ ساعته يې دوام وكړ، د داعشي اورپكو د تښتې سره سره پاى ته ورسېد.
د تركيې د وسله والو ځواكونو لخوا د نښتې په اړه په خپره شوې خبر پاڼه كې راغلي دي چې د توغنديو د بريدونو نه سمدستي وروسته وسله والو ځواكونو د توپ په واسطه د داعش مورچلې ويشتلي دي.
دا لومړى ځل دى چې د تركيې نظامي هډه د داعش لخوا په توغنديو ويشتل كيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه