د داعش دې فتوا سخت غبرګونونه پارولي دي
د داعش ډلې د معیوبه زیږدونکو ماشومانو په اړه حیرانونکې فتوا صادره کړه
410573
د داعش ترهګرې ډلې دا ځل د معیوبه زیږیدونکو ماشومانو د وژلو فتوا صادره کړه.
داعش ترهګرې ډلې په عراق او سوریه کې د خپل کنټرول لاندې په سیمو کې د معیوبه او یا سندروم ډاون زیږیدونکو ماشومانو د وژلو فتوا صادره کړې ده .
د عراق د موصل په ښار کې د بشري حقونو نه د څار د یو سازمان غړیو چې په پټه فعالیت کوي ویلي دي چې د موصل په ښار کې د داعش د ډلې یوې محکمې د معیوبه او یا سندروم ډاون او یا نورو روحي ناروغیو روږدي زیږیدونکو ماشومانو د وژلو فتوا ورکړې ده.
ویل کیږي دا ماشومان د زهرجنو پیچکاریو په واسطه وژل کیږي. یواځې په موصل ښار کې تر اوسه پورې ۳۸ تنه دا ډول ماشومان وژل شوي دي.