د ترهګرۍ پر وړاندۍ اسلامي ايتلاف

د تركيې په ګډون د نړۍ ۳۵ اسلامي هېوادونه د ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه يو نظامي ايتلاف جوړوي.

362697
د ترهګرۍ پر وړاندۍ اسلامي ايتلاف

اسلامي ايتلاف چې مركز به د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض كې وي د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په موخه نظامي فعاليت وكړي.
د سعودي عربستان د رسمي خبري آژانس د خبر په اساس په دې اتفاق كې د اسلامي همكاريو د سازمان د غړو هېوادونو وسله وال ځواكونه ګډون كوي. ددې ايتلاف موخه د ترهګرۍ پر وړاندې د غړو هېوادونو د اهدافو او شرايطو په نظر كې نيولو سره د مشترك ځواك جوړل دي.
په دې اتفاق كې به د تركيې د وسله والو ځواكونو په ګډون د سعودي عربستان، مصر، اردن، متحده عربي اماراتو، پاكستان، چاد او سوماليا د هېوادونو نظامي چارواكي ګډون ولري.
د سعودي عربستان د دفاع وزير او دويم وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل چې اسلامي هېوادونه د ترهګرۍ سره په فردي ډول مبارزه كوي. په دې مجادله كې بايد د ټولو هېوادونو هلې ځلې همغږې شي. محمد بن سلمان زياته كړه چې د ترهګرۍ سره به فكري ډول اود مېډيا له لارې هم مبارزه وشي.
د نوموړي په وينا دا ايتلاف به نه يواځې د داعش پر وړاندې بلكې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې به مبارزه وكړي. هر هېواد په د خپلو امكاناتو هومره پدې ايتلاف كې ګدون وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه