سعودي د ډيموكراسۍ پر لور!

په سعودي عربستان كې د سيمه ايزو ټاكنو په ترڅ كې چې پرون ترسره شوې د لومړي ځل لپاره ۲۰ تنه ښځو وكولاى شول چې د ښارواليو د شوراګانو غړيتوب ترلاسه كړي.

408500
سعودي د ډيموكراسۍ پر لور!


په سعودي عربستان كې د سيمه ايزو ټاكنو په ترڅ كې چې پرون ترسره شوې د لومړي ځل لپاره ۲۰ تنه ښځو وكولاى شول چې د ښارواليو د شوراګانو غړيتوب ترلاسه كړي.
د سعودي په تاريخ كې د لومړى ځل دى چې ښځې په ټاكنيز بهير كې ګډون كوي.
د پرونيو ټاكنو لپاره ۹۷۹ تنه ښځې نوماندې وې چې ۲۰ تنو يې وكولاى شول د ښارواليو شوراګانو ته لار پيدا كړي. دا شوراګانې د ښارونو د ساختماني پلان نه نيولې د پاكوالي پورې د ټولو چارو د سمبالتيا صلاحيت لري.
د سعودي عربستان د ښارواليو او كليو د چارو وزير عبداللطيف بن عبدالمالك الشيخ څرګنده كړه چې په پرونيو كې ټاكنو كې د ګډون كچه ۴۷،۴ سلنه وه.
د سعودي عربستان د پخوانيو قوانينو په اساس ښځو د رايې وركونې او نوماندۍ حق نه درلود.
د عربي پسرلي په نامه د جريان د پيل سره سم په سعودي عربستان كې هم د ښځو د حقونو په برخه كې يو لړ لاريونونه ترسره شول خو د سعودي د دولت لخوا وځپل شول.
سربېره پر دې د امريكا په مشرۍ د لوېديځو هېوادونو فشارونو هم سعودي حكومت دې ته اړ كړ چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ښه والي په موخه يو لړ اقدامات ترسره كړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه