په مرستو بار لاريو باندې هوايي بريد

د رويټرز د خبري اژانس د معلوماتو په اساس د تركيې د كيليس له ولايته د سوريې د عزېز د ښار پر لور روانو لاريو باندې د روسيې لخوا بريد وشو.

368648
په مرستو بار لاريو باندې هوايي بريد


د رويټرز د خبري اژانس د معلوماتو په اساس د تركيې د كيليس له ولايته د سوريې د عزېز د ښار پر لور روانو لاريو باندې د روسيې لخوا بريد وشو.
ويل كيږي چې لارۍ په بشري مرستو بار وې او په سيمه كې د كډوالو كمپونو ته لېږدول كېدلې.
په هوايي بريد كې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي او لس تنه نور ټپيان شوي دي. همداراز ۲۰ لارۍ هم سوځېدلي دي.


د عزېز ښار چې د حلب په شمال كې پروت دى په كې هغه كډوال اوسيږي چې د جګړې له امله د خپلو كورنو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
سربېره پر دې د بشار اسد د رژيم د مخالفينو يو تن قوماندان زكريا كارسلې هم وويل چې په مرستو بار لاريو باندې د روسيې هوايي ځواكونو بريد كړى دى.

د بريد په اړه د تركيې د مقاماتو لخوا تر اوسه پورې څرګندونې نه دي شوې. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه