امریکايي جنرال: داسې ګمان کوم چې عراق په دوو برخو وویشل شي

امریکايي جنرال دانفورډ ویلي داسې ګمان کوي چې عراق په دوو برخو د شیعه ګانو او کوردانو باندې وویشل شي

378800
امریکايي جنرال: داسې ګمان کوم چې عراق په دوو برخو وویشل شي

امریکا متحده ایالتونو یو تن لوړپوړي جنرال د عراق په اړه ډیره مهمه ادعا کړې ده.
د امریکا د پوځ یو تن جنرال جوزیف ډانفورډ چې تمه کیږي د ستر درستیز په توګه وټاکل شي ویلي دي داسې فکر کوي چې عراق په دوو جلا برخو شیعه ګانو او کوردانو وویشل شي.
نوموړي ویلي دي داسې ښکاري چې په عراق کې دوه جلا چلا د شیعه ګانو او کوردانو دولتونه جوړ شي.
نوموړي زیاته کړې ده چې د سنیانو د دولت جوړیدل ناممکنه ښکاري. ډانفورډ ویلي دي د عراق شیعه ګان د ادارې او دولتدارۍ له پلوه او کوردان بیا اقتصادي پلوه د جلا جلا دولتونو د جوړولو وړتیا لري خو سنیانو کې بیا دا وړتیا نه لیدل کیږي.
نوموړي ویلي دي چې په عراق کې شیعه ګان او کوردان د سنیانو په پرتله لا قوي او غښتلي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه