د مصر امنیتي ځواکونو د اخوان المسلمین ۱۳ تنه مشران ووژل

د مصر امنیتي ځواکونو تیره شپه په پلازمینه قاهره کې په یو کور برید وکړ او د اخوان المسلمین ۱۳ تنه مشران يي په قتل ورسول

328591
د مصر امنیتي ځواکونو د اخوان المسلمین ۱۳ تنه مشران ووژل

بشپړ خبرونه
۱ – د مصر امنیتي ځواکونو تیره ورځ په پلازمینه قاهره کې په یو کور د چاپې سره د اخوان المسلمین ۱۳ تنه مشران په قتل ورسول.
د ترلاسه شوو معلوماتو دا برید د پلازمینې قاهرې د ۶ اکتوبر په سیمه کې په یو کور شوی دی.
د اخوان المسلمین د سازمان لخوا د نوموړې خونړۍ پیښې په اړه په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې ددې ظالمانه عمل نه وروسته د کودتاچي رژيم پر وړاندې زموږ د مبارزې بڼې تغیر وخوړ. په څرګندونو کې راغلي دي چې اخوان المسلمین د مشرانو پر خلاف د کودتاچي رژیم ددې ظالمانه او خصمانه برید او ترور نه وروسته په هیواد کې د مظلومانو د قهر او غبرګون مخه نه نیول کیږي او دې ترور یوه نوې او د خطراتو نه ډکه یوه دوره پیل کړه او دا به يي پیل وي.
د اخوان المسلمین لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې په اصل کې په مصر کې د روانو حالاتو او ناخوالو او د سیسي لخوا د ترسره کیدونکو ظلمونو مسوله نړۍواله ټولنه ده. د سیسي د رژیم دا ډول خصمانه او د تروریستي اقدامات به ډیرې بدې پایلې ولري . اخوان المسلمین ددې ټولو مسوله نړۍواله ټولنه بولي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې سیسي په هیواد کې په ټولیزه توګه د وژنو نه وروسته دا ځل د هیواد د باشرفه او اصلي بچیانو په کورونو بریدونه پيل کړل. په څرګندونو کې د هیواد د سینا په ټاپو کې د روانو جګړو او ستونزو مسوله د سیسي رژیم بلل شوی دی .
د مصر کودتاچي رژیم ته نږدې د الوطن ورځپاڼې د امنیتي د سرچینو له قوله د دې پیښې پخلی کړی دی. د مصر امنیتي سرچینو ویلي دي چې دا ۱۳ تنه د امنیتي ځواکونو سره د وسله وال مقامت په پایله کې وژل شوي دي.
د بله پلوه د اخوان المسلمین د سازمان ویاند محمد منتصر د الجزیرې سره په مرکه کې د سیسي د رژیم ادعاګانې په کلکه توګه رد کړي دي او ویلي دي چې دا ۱۳ تنه مشران د سیسي د رژیم لخوا په ناحفه د زنداني شوو هیوادوالو د کورنیو سره د مرستې د یو کمپاین د جوړولو په مسلې د خبرو کولو په خاطر سره راټول شوي وو. دا ۱۳ تنه ټول خلع سلاح ول او پدې کور کې هیڅډول وسلې شتون نه درلود.
دې ۱۳ تنو ددینه وړاندې هم د نوموړي کمپاین په اړه سره خبرې کړې وې او یو هیت يي ټاکلی وو چې تیره شپه يي د کمپاین په نورو اړخونو سلامشورې کولې.
د بله پلوه د اخوان المسلمین د چارواکیو نه عبدالستار قاسم چې په استانبول کې دی الجزیرې ته ویلي دي چې د ۶ اکتوبر په سیمه کې په وژل شوو ۱۳ تنو کې د پارلمان پخواني وکیلان او د اخوان المسلمین د زنداني غړیو د مدافع وکیلان هم شتون لري.
د بله پلوه په مصر کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې قانون مسوده تصویب شوه .
د مصر حکومت د نوموړې قانون د تصویب نه وروسته ویلي دي چې ددې قانون نه موخه د ترهګرۍ پر وړانډې د چټکۍ مبارزې او د عدالت تامین دی.
په څرګندونو کې راغلي دي چې هر څه ژر د شهیدانو د غچ اخیستو او د بالمثل ګامونو د پورته کولو په خاطر قانون تصویب شو.
د یادولو وړ ده چې په مصر کې د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې په امنیتي ځواکونو پرله پسې بریدونه کیږي. همداشان درې ورځې وړاندې په پلازمینه قاهره کې د نوموړي هیواد لوی څارنوال په یو بمي برید کې ووژل شو . پرون د مصر په شمال کې د سینا په ټاپو کې د اردو او پولیسو په یو زیات شمیر مرکزونو په عینې حال کې بریدونه وشول.
پدې بریدونو کې د مصر امنیتي ځواکونو ته د پام وړ ځاني زیانونه واوښتل. د بریدونو مسولیت د داعش ډلې په غاړه واخیست.


پيوندونه:

اړوند خبرونه