په مصر کې په امنیتي ځواکونو پراخه بریدونه

د مصر د سینا په ټاپو کې په امنیتي ځواکونو ته د پام وړ ځاني زیانونه واړول شول

327326
په مصر کې په امنیتي ځواکونو پراخه بریدونه

د مصر په شمال کې د سینا په ټاپو کې په امنیتي ځواکونو د برید په پایله کې ۳۰ تنه ووژل شول.
د مصر د امنیتي چارواکیو په وینا اسلامي تندلارو جنګیالیو د سینا په ټاپو کې د امنیتي ځواکونو په مرکزونو په عینې حال کې بمي او ځانمرګي بریدونه ترسره کړل. پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.
امنیتي چارواکیو ویلي دي چې وسله والو د سینا په سویل کې شیخ زوید په سیمه کې په عینې وخت کې په ۶ امنیتي مرکزونو او پوستو بریدونه وکړل.
ویل کیږي برید کوونکو یو شمیر سرتیري اسیر نیولي او یو زیات شمیر وسلې لاسته ورغلي دي.

د مصر د اردو ویاند  بیا ویلي دي چې شاوخوا ۷۰ تنو وسله والو په سینا کې د اردو او پولیسو په ګن شمیر مرکزونو او پوستو بریدونه وکړل . نوموړي ویلي دي چې  پدې بریدونو او وروسته پیل شوې نښته کې  لږ تر لږه  ۲۲ تنه برید کوونکي د خپو غورځول شوي دي او سرتیرو ته هم  ځاني زیان اوښتی دی. ویاند د مصر امنیتي ځواکونو ته د اوښتي ځاني زیان  غوڅ رقم  ورکولو نه ډډه وکړه.

د رویټرز او اسوشیتید پرس خبري اژانسونو بیا  ویلي دي چې  یو زیات شمیر مصري سرتیري وژل شوي دي.  
د یادولو وړ ده چې په مصر کې وسله والو ځواکونو دوه ورځې وړانډې په قاهره کې د لوی څارنوال د موټرو په کتار برید وکړ چې له امله يي لوی څارنوال هشام البرکات ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي تیره ورځ د لوی څارنوال هشام البرکات د جنازې په مراسمو کې وویل چې د پيښې عاملین به خامخا د خپلو اعمالو په سزا رسوي.
د سیسي ددې څرګندونو ۲۴ ساعته لا نه وو تیر شوي چې وسله والو په سینا ټاپو کې یو ځل بیا په لسګونو تنه امنیتي کسان ووژل.
په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۳ په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د عسکري کودتا نه وروسته وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه