داعش ډلې یو ځل بیا په سوریه کې قتل عام ترسره کړ
د داعش ډلې د سوریې د حاما ښار اړوند مابوجا په کلي د چاپې سره څه باندې ۴۰ تنه وژلي دي
داعش ډلې دا ځل په سوریه کې په یو کلي چاپه واچوله او لږ تر لږه ۴۰ تنه يي ووژل .
د داعش ډلې په سوریه کې یو بل قتل عام ترسره کړه. داعش د سوریې د حاما ښار اړوند د مابوجا په سیمې چاپه واچوله او ۴۰ تنه يي ووژل .
ویل کیږي په یاده شوې سیمه کې ډیری علويان، مسیحیان او اسماعلیان ژوند کوي.
د امریکا د فوکس نیوز خبري کانال د سوریې د دولتي تلویزیون او بشري حقونو د څار سازمان د معلوماتو له مخې خبر ورکړی دی چې د داعش ډلې په یاد شوي کلي د چاپې نه وروسته ۴۴ تنه وژلي دي .
د بله پلوه د فرانسې خبري اژانس فرانس پرس بیا ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې ۲ تنه ماشومان هم شتون لري.
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې داعش په یاد شوي کلي کې د ځینو کسانو نه سرونه پرې کړي او ځیني يي ژوندي سوځولي دي.
د کلي یو شمیر خلک چې په تیښته بریالي شوي دي د صبورا کلي ته پناه وړې ده .