په بغداد کې غبرګو چاودنو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د عراق په پلازمینه بغداد کې پرله پسې بمي بریدونو شاوخوا ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې لومړنۍ چاودنه د نوي بغداد په سیمه کې په یو رستورانت وشوه .
ویل کیږي یو تن ځانمرګی برید کوونکي د نوي بغداد د شیعه ګانو په سیمه کې د یو رستورانت ترڅنګ چاودنه وکړه چې له امله يي ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ .
په دویمه چاودنه کې لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ. په دریمه چاودنه کې دوه تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.
د لومړنۍ چاودنې نه لنډه شیبه وروسته د بغداد په مرکز کې د شورجا په نامه په نامتو سوپر مارکیټ برید وشو.
د پولیسو په وینا دویمه چاودنه د سوپر مارکیټ په ۲۵ مترۍ کې وشوه چې له امله يي ۱۰ تنه مړه او ۲۶ تنه نور ټپیان شول .
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې دا بریدونه پداسې حال کې ترسره کې ترسره چې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي په شپې ګرځیدو بندیز د لرې کولو پریکړه وکړه.
د عراق د کورنیو چارو د وزارت ویاند د رویټرز خبري اژانس ته ویلي یاد شوي بریدونه په شپې ګرځیدو د بندیز د لرې کولو سره کوم تړاو نلري.
عراق د چا خبره د شاوخوا دوه اوونیو وروسته نن یو ځل بیا په وینو ولړل شو.