په قاهره کې چاودنه وشوه

207242
په قاهره کې چاودنه وشوه

 د مصر په پلازمینه قاهره کې چاودنه وشوه . د قاهرې امنیتي سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې نن د سهار په ساعتونو کې د قاهرې د مهمې څلور لارۍ ترڅنګ چاودنه وشوه .
د معلوماتو له مخې په چاودنه کې د ځاني زیانونو په اړه معلومات په لاس کې نشته.
د برید مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی خو چارواکي د برید پړه په اسلامي ډلو اچوي.
د مصر چارواکیو ویلي دي چې په هیواد کې د اخوان المسلمین پلوي ډلې غواړي چې پدې ډول بریدونو حکومت د ستونزو سره مخامخ کړي.
په مصر کې په لومړني منختب ولسمشر محمد مرسي د کودتا نه د راپدیخوا وخت نا وخته درته ورته چاودنې رامنځته کیږي.
تیره اوونۍ هم د مصر په شمال کې د سینا په نیمه ټاپو کې په امنیتي ځواکونو بریدونه وشول چې له امله يي ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د بله پلوه د مصر پولیسو د قاهرې په هوايي ډګر کې د دوو بمونو د کشفولو او شنډولو نه خبر ورکړی دی . پولیسو ویلي دي چې د قاهرې په هوايي ډګر کې په ترمینل کې په دوه جلا جلا سیمو کې دوه بمونه کشف کړي دي.
پولیسو ویلي دي چې د نوموړو بمونو په تور څوک ندي نیول شوي.
همداشان په قاهره کې ننۍ چاودنه په کور کې د جوړ شوي یو بم له امله رامنځته شوی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه