په مصر کې د منتخب ولسمشر د اعدام او د ډیکټاټور د خوشې کولو پریکړه

د مصر لوی څارنوالۍ د حسنې مبارک د خوشې کولو په پریکړې اعتراض وکړ

211548
په مصر کې د منتخب ولسمشر د اعدام او د ډیکټاټور د خوشې کولو پریکړه

پداسې حال کې چې په مصر کې د محکمې لخوا پخواني ولسمشر حسنې مبارک ته د برائت ورکولو اړوند انعکاسات دوام لري ، د نوموړي هیواد لوی څارنوالي ، د محکمې پریکړه لوړې محکمې ته د انتقالولو تیاری نیسي .
د مصر لوی څارنوالۍ د پخواني ولسمشر حسنې مبارک ، د کورنیو چارو وزیر حبیب عدلي او د حسنې مبارک ۶ مرستیالانو ته د محکمې لخوا د برائت ورکولو په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي دي چې د محکمې پریکړه په لوړې محکمې ته انتقال کړي. څارنوالۍ ویلي دي چې په پریکړه به اعتراض وکړي .
د مصر لوی څارنوالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د جزا محکمې لخوا د حسنې مبارک د خوشې کولو پریکړه د څيړولو په خاطر يي د حقوقپوهانو نه جوړه یوه ډله په دنده ګمارلې ده. د پریکړې د څیړونو نه وروسته په پریکړه کې ځینې حقوقي تشې ترسترګو شوي دي چې دې مسلې زموږ شکونه ډير کړي دي.
لوی څارنوالۍ ویلي دي چې په پریکړه به اعتراض وکړي او لوړې محکمې ته به یي انتقال کړي.
د یادولو وړ ده چې په مصر کې د جزا محکمه پداسې حال د حسنې مبارک د بې ګناهۍ پریکړه وکړه چې څه باندې ۳۰ کلونو نه يي د اوسپنیز سوک سره هیواد اداره کړې دی او د درغلیو ، بډو او بې ګناه انسانانو په وژنې تورن وو. همداشان یادې شوې محکمې د مصر لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي چې خلکو په ازادو رایو ټاکل شوی وو او د کودتا په ذریعه له واکه لرې او زنداني کړي شو پر خلاف په لسګونو ناحقه دعواګانې پرانیستې او نوموړی د اعدام او د ټول عمر لپاره په حپس د محکمولو په ګواښ ګواښلی دی.
د بله پلوه د روان کال د اګست په میاشت کې په مصر کې د وژل شوي امریکايي وګړي ویلیم حیندرسن د وژلو مسولیت د انصار الابیت المقدس ډلې په غاړه اخیستی دی . یادې شوې ډلې ویلي دي چې امریکايي حیندرسن دوی وژلی دی .
یادې شوې ډلې د ټولنیزې مډیا له لارې د وژل شوي امریکايي د هویت کارتونه خپاره کړي خو د نوموړي د وژلو د جزیاتو په اړه ډیر څه ندي ویلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه