اروپايي ډاکټرانو اسراییل په غزه کې په جنګي جنایتونو تورن کړ

د اروپا او عربۍ نړۍ ډاکټرانو چې په غزه کې د اسراییلو د روانو ظلمونو او وحشت شاهدي کوي په نړۍوالې ټولنې سختې نیوکې وکړې.

75021
اروپايي ډاکټرانو اسراییل په غزه کې په جنګي جنایتونو تورن کړ

د اروپا او عربۍ نړۍ ډاکټرانو چې په غزه کې د اسراییلو د روانو ظلمونو او وحشت شاهدي کوي په نړۍوالې ټولنې سختې نیوکې وکړې.
د اروپا او عربي نړۍ یو شمیر ډاکټرانو چې په غزه کې په روغتونونو کې دنده ترسره کوي په غزه کې د اسراییلو د عام وژنو او روانو ظلمونو په اړه په نړۍوالې ټولنې سختې نیوکې وکړې.
یادو شوو ډاکټرانو په بروکسل کې په یوې خبرې غونډه کې ګډون وکړ. ډاکټرانو نړۍواله ټولنه په غزه کې په روان وحشت او عام وژنې په سترګو ړندولو تورنه کړه. ډاکټرانو وویل چې په لاسونو کې د اسراییلو د جنګی جنایتونو کره اسناد او شواهد درلودل خبریالانو ته ښکاره کړل او وویل چې موږ پوښتو چې آیا جنګې جنایت څه ته وايي؟ دا جنګي جنایت او عام وژنه نده څه ده؟
نوموړو ډاکټرانو وویل چې اسراییل په غزه کې پرته د توپیر د ښځو، ماشومانو او محسنو کسانو د یو لبه عام وژنه کوي او په هرې سیمې بریدونه کوي.
د غزې د شفا د روغتون یو تن ناروژي ډاکټر مدس ګیلبرټ د اسراییلو په بریدونو کې د ټپي شوو او وژل شوو ماشومانو او کوچنیانو عکسونه وښودل او وویل چې آیا دا کوچینیان ترهګر دي ؟
ګیلبرت وویل چې په غزه کې څه باندې ۱۳۰۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي چې یوه درېمه برخه يي ماشومان دي . څه باندې ۷۵۰۰ تنه ټپیان شوي دي چې یوه څلورمه برخه يي ماشومان دي .
ناروژي ډاکټر وویل په غزه کې په روانو ظلمونو او عام وژنو کې چې په کومه اندازه د اسراییلو لومړی وزیر نتنیاهو مسولیت لري په همدې اندازه د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون ، د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د اروپايي هیوادونو مشران هم مسوله دي.
نوموړي وویل چې د نړۍ مشران په چپه خوله ددې وحشت ننداره کوي او په ټولو ظلمونو يي سترګې رنډې کړي دي .
یاد شوي ډاکټر وویل چې ما د خپل مسلک په موده کې پدې اندازه د وینو شاهدي نوه کړې چې په غزه کې تویږي. یاد شوي ډاکټر په اسراییلو غږ وکړ چې عام وژنو ته د پای ټکی کیږدي.
د ناروي د هیواد ډاکټر وویل چې زه د اروپا او امریکا د مشرانو نه یوه پوښتنه لرم. که چیرې پدې اندازه عام وژنې فلسطین کړي وې او دومره اسراییلي ماشومان وژل شوي وې تاسې به څه ډول غبرګون څرګند کړی وی؟
د بله پلوه یو تن فرانسوي ډاکټر پروفیسور کرستوف اوبرلین وویل چې د اسراییلو لخوا په غزه کې د جنګي جنایتونو د ترسره کولو په اړه يي کافي اسناد او شواهد راټول کړي دي او د جمعې په ورځ به د جزا په نړۍواله محکمه کې د اسراییلو د حکومت پر خلاف اقامه د دعوا وکړي. نوموړي وویل چې دا ټول اسناد او شواهد به د لاحې د جزا نړۍوالې محکمې ته وسپاري. فرانسوي ډاکټر د اسراییلو د محاکمې په خاطر د نړۍوالې ټولنې نه د مرستې غوښتنه وکړه .


پيوندونه:

اړوند خبرونه