په عراق کې په نښتو کې ۲۸ تنو ژوند دلاسه ورکړ

د عراق په بیلابیلو ښارونو کې په نښتو او بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی.

122268
په عراق کې په نښتو کې ۲۸ تنو ژوند دلاسه ورکړ

د عراق په بیلابیلو ښارونو کې په نښتو او بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی.
د عراق په وروستیو نښتو او بریدونو کې ۲۱ تنه د داعش غړي، ۶ تنه شیعه ملیشه او یو تن هم عراقي سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی .
د عراق د امنیتي سرچینو د خبر له مخې د موصل د سینجار په ولسوالۍ کې د داعش او کردي ملیشو ترمنځه په نښته کې ۲۱ تنه د داعش جنګالي مړه او ۴ تنه سرتیري ټپیان شول.
د عراق د انبار په ښار کې د روانو عملیاتو مسول قومندان جنرال رشید فیلیح د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې د انبار د رامادي په سیمه کې د سړک په غاړه د ماین د چاودنې له امله یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی .
د بله پلوه د دیالا په ښار کې د داعش د جنګیالیو او شیعه ملیشو ترمنځه په نښتو کې لږ تر لږه ۶ تنه شیعه ملیشو ژوند د لاسه ورکړی دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه