په عراق کې د ځانمرګي برید له امله د مړو شمیره ۲۸ تنو ته لوړه شوه

د عراق د کرکوک په ښار کې د ځانمرګي برید له امله د مړو شمیره ۲۸ تنو ته لوړه شوه .

126831
په عراق کې د ځانمرګي برید له امله د مړو شمیره ۲۸ تنو ته لوړه شوه

د عراق د کرکوک په ښار کې د ځانمرګي برید له امله د مړو شمیره ۲۸ تنو ته لوړه شوه .
تیر ماښام د عراق د کرکوک په ښار کې ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د کرکوک ښار د عامې روغتیا ریس صباح محمد امین خبري رسنیو ته ویلي دي چې د برید په پایله کې د ټپیانو نه ۱۵ تنو په روغتونونو کې ژوند د لاسه ورکړ چې ددوي سره د مړو شمیره ۲۸ تنو ته لوړه شوه .
نوموړي وویل چې اوس هم په روغتونونو کې د ۶ تنو ښځو او ۴ تنو ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه د تداوۍ لاندې قرار لري.
نوموړي زیاته کړه چې د چاودنې نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه چې ډیری کسانو د اورلګیدنې له امله ژوند د لاسه ورکړی دی .
د کرکوک د عامې روغتیا ریس وویل چې پدې وروستیو کې په ښار کې د شدت د پیښو د کچې د لویدو له امله هره ورځ په لسګونو تنه ټپیان روغتونو ته راوړل کیږي چې د همدې امله په روغتونونو کې ډیر رش دی.
د کرکوک ښار د جون په لومړۍ نیټه د کوردي ملیشو د کنټرول لاندې راغی چې پرون د ماښام په ساعتونو کې د تیلو د یو پم سره ځانمرګی برید وشو .


پيوندونه:

اړوند خبرونه