په غزه د اسراییلو په روانو عملیاتو کې د مړو شمیره ۹۸ تنو ته لوړه

د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په دواړو خواوو د بیړنۍ اوربند غږ وکړ.

125655
په غزه د اسراییلو په روانو عملیاتو کې د مړو شمیره ۹۸ تنو ته لوړه

په غزه د اسراییلو په روانو عملیاتو کې د مړو شمیره ۹۸ تنو ته لوړه شوه.
په غزه د اسراییلو د روانو عملیاتو کې ۵۹۴ ټپیان شوي دي .
د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په دواړو خواوو د بیړنۍ اوربند غږ وکړ.
بانکي مون په دواړو خواوو د اعتدال غږ وکړ او وویل چې منځنی ختیځ نورې جګړې نشي زغملی.
د بله پلوه د ملګروملتونو سازمان د کډوالو سره د مرستې ادارې په غزه کې بیړنی حالت اعلان کړ.
همداشان یاد شوي سازمان ویلي دي چې په غزه د اسراییلو روان عملیات او بریدونه د ټولو نړۍوالو قوانینو سره په ښکاره ټکر کې عمل دی. اسراییل نړۍوال قوانین د خپو لاندې کوي.
د بله پلوه د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاندا د فلسطین د ولسمشر محمود عباس سره په ټیلیفوني خبرو کې په غزې د اسراییلو روان بریدونه په کلکه توګه وغندل.
همداشان د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان په غزه د روانو بریدونو له امله په ملګروملتونو، امنیت شورا او بشري حقونو په شورا د بیړنۍ غونډو جوړولو غوښتنه وکړه.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په غزې د مځکنیو عملیاتو په اړه وویل چې دا پریکړه به د وزیرانو شورا کوي.
د بله پلوه د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي په غزه کې روغتیايي سیستم چې په جنراتورونو کار کوي د تیلو د نشتوالي له امله په کامله توګه په ټپه د دریدو په درشل کې قرار لري.
اسراییلو چې تر اوسه پورې په غزې ۹۰۰ بریدونه کړي د وژلو شوو کسانو نه يي ۳۰ تنه ښځې او ماشومان دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه