مالکي د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي اداره وګواښله

پداسې حال کې چې د عراق اردو د داعش د کنټرول لاندې د سیمو د نیولو هڅه کوي د لومړي وزیر نوري المالکي هغه څرګندونو چې د کوردانو فدرالي اداره د داعش لپاره په یوې امنیتې سیمې بدله شوې د مرکزي حکومت او کوردانو د فدرالي ادارې ترمنځه اړیکې خړې کړي دي.

125968
مالکي د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي اداره وګواښله

پداسې حال کې چې د عراق اردو د داعش د کنټرول لاندې د سیمو د نیولو هڅه کوي د لومړي وزیر نوري المالکي هغه څرګندونو چې د کوردانو فدرالي اداره د داعش لپاره په یوې امنیتې سیمې بدله شوې د مرکزي حکومت او کوردانو د فدرالي ادارې ترمنځه اړیکې خړې کړي دي.
د کوردانو فدرالي ادارې په بغداد کې د کابینې په غونډه کې ګډون ونه کړ او د کرکوک په شاوخوا کې د تیلو دوه کوهیانو باندې قبضه وکړه .
د عراق د نفتو وزیر ویلي دي چې د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي اداري ملیشه ځواکونه په کرکوک او بايي حسن په سیمو کې د نفتو کوهیانو او فابریکو ته ننوتي دي .
ملیشه ځواکونو د نوموړو کوهیانو او فابریکو نه عرب کارکوونکي شړلي او پر ځای يي خپل کارګران په کار ګمارلي دي .
د بغداد مرکزي حکومت بیا کوردانو فدرالی ادارې ته ګواښ کړی دی چې هر څه ژر د تیلو کوهیان او فابریکو نه ووځي د نه وتو په صورت کې به ډیرې وخیمې پایلې ولري.
د یادولو وړ ده چې د عراق د کرکوک ښار نه د امنیتي ځواکونو د وتو نه وروسته د کوردانو د فدرالي ادارې د یاد شوي ښآر کنټرول په لاس کې ونیو. همداشان فدرالي ادارې په کرکوک کې خپل نظامي شتوالی ۴۰ سلنه لوړ کړی دی .
د عراق په کابینه کې د بهرنیو چارو ، سوداګرۍ، کډوالو او روغتیا وزیران چې کوردان دي د کابینې په غونډه کې ګډون نکوي.
خو د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زباري ویلي دي چې د ولسي جرګې په غونډو کې به برخه واخلي.
د بله پلوه د اردو او داعش ترمنځه سخته جګړه دوام لري.
د عراق د سامارا په سیمه کې چې د اردو په لاس کې د داعش پر وړاندې پراخه عملیات پیل کړي دي .
د یادولو وړ ده چې په عراق کې د داعش لخوا د کیمیايي وسلو د تاسیساتو د نیولو خبر د عراق سربیره په سیمه کې ټول اندیښمن کړي دي .
امریکا ویلي دي کیدای شي چې داعش د کیمیايي وسلو په تاسیساتو کې د کیمیايي موادو نه په وسلو کې کار واخلي.
د ملګروملتونو د اتومي انرژۍ ادارې د موصول په پوهنتون کې د ۴۰ ټنو یورانیمو په اړه ویلي دي چې دا یورانیم پاخه ندي او په ډیر ټيټه کچه پاخه شوي دي چې کوم لوي ګواښ نشي مخامخولې.
خو ددې سره سره اندیښنې شتون لري چې داعش به دا یورانیم د عراق بهر وباسي او هلته به ترینه وسلې جوړې کړي.
د بله پلوه د داعش لخوا د بیجي د تیلو د فابریکو د لویو لارو د تړولو له امله په عراق کې د تیلو ستونزه دوام لري.
د همدې امله د ایران نه عراق ته د تیلو په قاچاق پیل شوی دی.
په سلګونو تنو کوردانو قاچاقبرانو د ایران نه عراق ته په سلګونو بوشکې تیل تیروي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه