په غزه د اسراییلو په بریدونو کې ۷۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
اسراییل په غزې کې عام وژنو ته دوام ورکوي.
اسراییل په غزې کې عام وژنو ته دوام ورکوي.
اسراییلو په غزه کې په نیم ساعت کې په ۵۰ نقطو هوايي بریدونه وکړل. په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له امله د مړو شمیره ۷۵ تنو ته لوړه شوه.
اسراییلي جنګي الوتکو نن د سهار په وختي ساعتونو کې په ترسره کړو بمباریو کې په لسګونو تنه بې ګناه انسانان ووژل چې ددوی په منځ کې د یوې اته کسیزې کورنۍ ۵ تنه ماشومان شتون لري.
فلسطین ویلي دي چې د سې شنبې راهیسې ۷۰ کورونه په بریدونو کې په کامله توګه ویجاړ شوي دي .
ویل کیږي تر اوسه پورې ۷۵ تنه وژل شوي دي چې تر شلو زیات يي ماشومان دي.
د بله پلوه ویل کیږي اسراییلي ځواکونو په تیرو ۵۶ ساعتونو کې په ۷۵۰ نقطو بمبارۍ کړي دي . اسراییلي ځواکونو په غزې د بریدونو په ترڅ کې ۸۰۰ ټنه چاودیدونکي توکي کارولي دي .
ویل کیږي اسراییلي ځواکونو د نیم ساعت په دننه کې په غزې ۸۰ بریدونه کړي دي .
په خان یونس ښار کې د یو سیمه ییز تلویزیوني کال اړوند په یو موټر د برید له امله د موټر چلوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی .
د بله پلوه حماس هم په اسراییلو راکټي بریدونو ته دوام ورکوي. د حماس د راکټي بریدونو واټن تر تل ابیب او بیت المقدس پورې اوږد شوی دی .
اسراییلي چارواکیو ویلي دي چې د غزې نه په اسراییلو په ۳ ورځو کې ۲۲۵ راکټي بریدونه شوي دي . د نوموړو راکټي بریدونو ۴۰ يي په هوا کې د دفاعي سیستم لخوا شنډ شوي او دوه يي د دیمونا د اتومي سنټرال تر څنګ لګیدلي دي .
د بله پلوه د فلسطین ولسمشر محمود عباس د بیړنۍ میز د جوړولو امر کړی دی . عباس اسراییل په غزه کې په عام وژنې تورن کړل.
عباس وویل چې اسراییل د فلسطین په خلکو قصدي بریدونه کوي او د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې فلسطینیان وژني چې دا پخپله عام وژنه ده .