د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

په ننۍ خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د بیتلیس ولایت  د اخلاط ولسوالۍ د یو مشهور محصول  د اخلاط امساء یا  عصا په اړه تاسې ته لنډ معلومات درکوو.

2107580
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

 

 

 د بیتلیس ولایت د اخلاط ولسوالي چې د تورکیې په ختیځ اناتولیا سیمه کې د وان جهيل په څنډه کې موقعیت لري، په ځانګړې توګه د اناتولي او تورکي تاریخ له پلوه خورا مهم اهمیت لري. پدې ولسوالۍ کې موجود  د ارتیانږ، سلجوقیانو، اق قونیولو او عثماني امپراتورۍ اړوند تاریخي او لرغوني  اثار د سیمې او اناتولیا ته د تورکانو د راتګ په اړه مهمې نښې او نښانې دي. اخلاط  ولسوالۍ  په عینې وخت کې خپل نوم یو ډول ځانګړو ځانګړې امساء ته چې په ورځني په استفاده او صنعتي هنر په برخه کې هم ځانګړی اهمیت لري او په لوړ کیفیت سره تولیدیږي ورکړی دی.  

د اخلاط امساء یا عصا چې د تولید شکل پدې سیمه کې سلګونو کلونه لرغونوالی لري په ۲۰۱۷ کال کې د اخلاط ولسوالۍ د مقام په غوښتنه د تورکیې د جغرافیې په راجستر شوو توکو کې شامل شوه.

د ویلو ده چې د اخلاط امساء یا عصا په سیمه کې په د چارمغز د ځانګړي لرګي نه تولیدیږي.

د ویلو ده چې په اخلاط ولسوالۍ کې د چارمغزو اونو ته په سیستماتیکه توګه اوبه ورکول کیږي او پالنه يي د نورو سیمو د چارمغزو د ونو سره توپیر لري. ددې سیمې د چارمغزو ونې ډیر نه شاخه بري کیږي چې د همدې امله ډیرې لویې لویې وي.

د اخلاط امساګانې په دوه ډوله تولیدیږي. د زړو او ناروغانو لخوا د ورځني کارونې لپاره ، دویم  د ډالۍ ، سینګار او سیاحتي موخو لپاره د ځانګړو استادانو او  هنرمندانو لخوا په ډیر احتیاط سره تولیدیږي.

 د ویلو ده چې د اخلاط د امساء په تولید کې  تر ټولو مهم عنصر دا دی چې د چارمغزو ونې باید د لمر وړانګې پرته د ۲ کلونو لپاره وچې شوې وي. دا ستاسو د امساء د پایښت لپاره خورا مهم شرط دی. د ماشینونو په مرسته امسا ته د شکل ورکولو وروسته، د کندن کارۍ د ځانګړو استادانو لخوا په ډیر ظرافت سره تولیږي. د کندن کارۍ  استادان ددې امساګانو په جوړولو کې د ډول ډول او مهم تخنیکونو او میتودونو نه استفاده کوي.

همداشان په فرمایشي امساګانو په جوړولو کې د میناتورۍ ، ابرو صنعت او نورو تخنیکونو سربیره امساء لاستی د یو حیوان د فیګور په څیر په ډیر مهارت سره جوړیږي.

همداشان د امساء په لاندینۍ برخو کې د سپینو او سرو زرو نه هم استفاده کیږي. دا امساءګانې یواځې په تورکیه کې نه بلکې د نړۍ په کچه ځانګړی شهرت لري.

پدې سیمه کې تولیدونکي یو زیات شمیر فرمایشي امساءګانې د نړۍ ګوټ ګوټ ته لیږل کیږي.



اړوند خبرونه