د انرژۍ اجنډا

د انرژۍ اجنډا

2107631
د انرژۍ اجنډا

 

تورکیې پدې وروستیو کلونو کې د انرژۍ په برخه کې له اتومي تجدید وړ زیرمو نه نیولې د  طبیعي ګازو او  تیلو زیرمو پورې د انرژۍ په برخه کې ډیرې سترې سترې پروژې د لاس لاندې نیولې .

په تورکیه کې  د تیلو لومړنۍ څان په ۱۹۴۰ کال کې د باتمان ولایت کشف شوه.

په دې وروستیو کې،  په سر کې د ګبار په سیمه کې په ځانګړې توګه په سویل ختیځ اناتولیا سیمه کې، د تیلو یو زیات شمیر نوي څاه ګانې کشف شوي دي.

اوسمهال په تورکیه کې د نفتو شاوخوا شپږ زره څاګانې شتون لري.

د دغو څاګانو څخه  يي ۲۵۰۰ تیل تولیدوي. د اوسنیو موندنو له مخې ترکیه ۱.۳ میلیارد ټنه تېل لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په داسې حال کې چې په ۱۹۹۹ کال کې د نفتو ورځنی تولید ۵۹ زره بېرلو و، په ۲۰۲۰ کال کې ۶۴ زره بېرلو، په ۲۰۲۱ کال کې ۶۹ زره بېرلو او د ۲۰۲۲ کال تر پایه ۸۰ زره بېرلو ته ورسېد.

انقره د ګبار په غره کې موندل شوو د تیلو زیرمو ته ډیر هیله منده ده. پدې سیمه کې د موندل شوو څاه ګانو  کې د اټکل له مخې  ۲۰۰ میلیونه بېرله تېل شتون لري چې ، نږدې ۱۳ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

په دې کشف سره د تورکیې د تیلو تولیدي ذخیرې له ۴۵۰ میلیون بیرلو څخه ۶۰۰ میلیون بیرلو ته زیاتې شوې.

د تورکیې د نفتو دولتي شرکت د اټکلونو له مخې  د شهید ای بوکا یالچین د نفتو په ساحه کې د نوي کشف د نفتو ټولیز زیرمې نږدې ۱ میلیارد بیرله دی او د تولید وړ زیرمې نږدې ۶۰۰ میلیون بیرله دی.

توركيې خپل د نفتو د توليد هدفونه په نويو ساحو سره تازه كړل. په دې اساس، په ورځ کې د سل زره بېرلو هدف ۲۰۰ زره بېرلو ته لوړ شو.

د لټون فعالیتونه پرته د ځنډه په لا پراخیدونکې ډول دوام لري. په نږدې وخت کې به د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې په ۱۸ نورو ساحو کې د نفتو د اکتشاف چارې پیل شي.

په دې ولایتونو کې غازي انټیپ، انتالیا، چاناق قلعه، شانلی اورفا، زونوګولداک، دیارباکر، حقاري، بارتن، قره بوک، کاستامونو، ایلازیغ، ایدرنه، قهرامان ماراش او کیلیس شامل دي.

همدارنګه ټینګار شوی چې د تورکیې د تیلو کشف به د بهرنۍ انرژۍ انحصار او د انرژۍ د وارداتو مصرف کم کړي. دا وضعیت خورا مهم دی، په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې د یو خپلواک هیواد په توګه.

توركيه نه يوازې په مځكه، بلكې په بحر كې هم خپل د نفتو سپړنې فعاليتونو ته دوام وركوي.

په دې لار کې، په دې وروستیو کلونو کې، ۴ برمه کولو او د اکتشاف څیړونکو بیړیو خپل عملیات پیل کړي دي. د فاتح، یاووز او قانوني بیړۍ په تور سمندر کې د برمه کولو فعالیتونه ترسره کوي. ددې ترڅنګ د عبدالحمید خان په لویه کچه د مدیترانې په سیمه کې اکتشافي او څیړنیز فعالیت کوي .

سږکال به د هایدرو کاربن اکتشاف او برمه کولو فعالیتونه، د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  د ځمکې او سمندري جواز ساحو په شمول، چټک شي. په پام کې ده چې په ټولیزه توګه ۲۵۰ څاګانې په مځکه او ساحلي سیمو کې وکیندل شي.

اوس مهال، د تورکیې ترټولو لوی لګښتي توکي انرژی  دی.

تېر کال ۲ میلیونه ۹۶۵ زره ۶۶۴ ټنه خام تیل وارد شوي وو. دا په مستقیم ډول د بودیجې بیلانس او ​​د اوسني حساب کسر اغیزه کوي.

د تیلو د تولید په زیاتوالي سره، تورکیه تمه لري چې په پیل کې د خپلو تیلو اړتیاوې د ملي زیرمو څخه په سلو کې شل پوره کړي. دا تمه کیږي چې د اوسني حساب کسر د پام وړ کم کړي.


پيوندونه: #د انرژۍ اجنډا

اړوند خبرونه