د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

2097829
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

 

پدې خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د ایرزوروم ولایت د یو ډول ځانګړې او قیمتي تیګې په اړه معلومات درکوو چې په تورکیه کې ډیر زیات شهرت لري.

د ایرزوروم ښار  د تورکیې په ختیځ اناتولیا سیمه کې یو له لویو ښارونو څخه دی.  دا ښار د "اولتو ډبرې"  په نامه د خپل یو ډول قیمتې ډبرې سره شهرت لري. دا ډبره د تسبیح نه نیولې په  ځانګړې توګه د زیتواراتو او تزئیني توکو په جوړولو کې کارول کیږي . د اولتو ډبره چې په سیمه کې د "تور کهربار" په نوم هم پیژندل کیږي، په ۲۰۱۲ کال کې د ایرزوروم ولایت د  سوداګرۍ او صنایعو خونې په غوښتنه  د تورکیې د جغرافیه له پلوه راجستر شوو توکو په لست کې شامله شوه.

د اولتو ډبره د جونیپر ونې فوسیل د ځمکې لاندې د کلکیدو په پایله کې رامینځته کیږي. د اولتو ډبرې خورا په زړه پورې ځانګړنه دا ده چې دا خورا نرمه ماده ده کله چې دا له ځمکې څخه ایستل کیږي ، دا نرمي تر هغه وخته ساتي چې هوا ته نه وي رسیدلي او د هوا سره په تماس کې سختیږي. د دې ځانګړتیاوو له امله، د اولتو ډبره پروسس کول اسانه دي، مګر لکه څنګه چې دا پروسس کیږي، دا د هوا سره په تماس کې سختیږي او د کارولو سره روښانه کیږي. دا معمولا په تور، ځینې وختونه تیاره نسواري، په ندرت سره خړ او شنه رنګونو کې موندل کیږي. اولتو ډبره چې په کانونو کې د ګالریانو په نوم له کوچنیو کانونو څخه د انساني کار په واسطه په سختۍ سره کان کیندل کیږي، په عمومي ډول د تسبیح په جوړولو کې کارول کیږي، مګر د نازک جوړښت له امله، پروسس خورا سخت لاسي کار او مهارت ته اړتیا لري. داسې انګیرل کیږي چې د اولټو ډبره د بدن سره په تماس کې د منفي انرژي له مینځه وړو سره فشار کموي. د درد کمولو ځانګړتیا له امله، اولتو ډبره د بدیل درملو په برخه کې د میګرین په درملنه کې هم  کارول کیږي.



اړوند خبرونه