د انرژۍ اجنډا
د انرژۍ اجنډا
تورکیه په عامه سکتور کې د تصرف یا سپما اقدامات پلي کوي. اقدامات به د عامه سکتور په ډیری برخو کې پلي شي. د اقداماتو یوه مهمه برخه د انرژي کارولو پورې اړه لري ...
د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزارت د ۲۰۵۳ صفر اخراج اهدافو او تصرف اقداماتو په اړه یو مهم کاري پلان لري.
د پروګرام نوم "د ۲۰۳۰ ملي انرژي موثریت ستراتیژي" دی. د ستراتیژۍ په چوکاټ کې د عمل پلان سره، په پام کې ده چې د عامه انرژۍ لګښتونو کې تر ۳۰ سلنې پورې تصرف رامنځته کړي.
د پلان له مخې په پام کې ده چې د انرژي مصرف ۱۶ سلنه کم کړي او تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ۱۰۰ میلیون ټنو اخراج کمولو کې مرسته وکړي.
عامه ودانۍ او د سړکونو څراغونه هم په ستراتیژۍ او عمل پلان کې شامل دي. وزارت، چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې یې د عامه ودانیو لپاره د ۱۵ سلنې سپما یا تصرف هدف ټاکلی وو، د عامه ودانیو د انرژۍ په بیلونو کې د یو عشاریه یو میلیارد لیرې کلنۍ سپما یا تصرف ترلاسه کړی. د سپما هدف تر ۲۰۲۴ کاله پورې دوه چنده شوی دی. تر ۲۰۳۰ کال پورې په عامه ودانیو کې د ۳۰ سلنه سپما کولو هدف ټاکل شوی.
په ورته ډول، د سړک په څراغونو کې LED ته د بدلولو لپاره یو جامع پروګرام پیل شوی دی، یعني عمومي رڼا،. تر ۲۰۳۰ کاله پورې، یو عشاریه ۲ میلیون LED څراغونه به په عمومي رڼا کې وکارول شي. دلته، به د بریښنا د ویشلو شرکتونو او محلي اداراتو سره په همغږۍ کار وشي.
نوموړی پلان د ۲۰۲۴ کال د پیلیدو سره سم په پلي کیدو پیل شوی . یوازې په ۴ میاشتو کې ترلاسه شوي سپما اندازه له 1 میلیارد ۱۰۰ میلیون لیرو څخه زیاته شوې.
دغه وزارت د بهرنیو منابعو په ځانګړې توګه د برښنا په تولید کې د بهرنیو منابعو د کچې د راټیټولو موخه لري.
ترټولو مهمه ساحه چیرې چې پدې لار کې نوي نوښتونه ترسره کیږي او ملاتړ کیږي د نوي کیدونکي انرژي سرچینې دي ...
تورکیې تیر کال خپله ۴۲ سلنه بریښنا اړتیاوې د نوي کیدونکو سرچینو څخه د ترلاسه کولو سره د نړۍ اوسط څخه خپله اړولې ده.
د برښنا تولید ۶ سلنه له لمر څخه، ۱۰ سلنه د باد او ۲۰ سلنه د اوبو منابعو څخه لاسته راځي او ۵۸ سلنه بریښنا له فوسیل تیلو څخه تولیدیږي.
بل مهم ګام د تجدید وړ انرژی د کارونې د زیاتولو لپاره اخیستل شوی.
د انرژۍ او کانونو په قوانینو کې د بدلونونو سره، د لمریزې انرژۍ د بریښنا د تولید لپاره نوې لارې پرانستل شوې ، پرته له هغه بندونو چې د څښاک اوبه چمتو کوي ، لندبلونو او ساحلونو غاړو څخه په نورو سیمو کې کیدای شي چې د لمریزې انرژۍ د تولید لامبوزن مرکزونه جوړ کړی شي.
د مقرراتو سره ، د انرژي تولید تاسیسات په بحرونو ، بند جهیلونو ، مصنوعي او طبیعي جهیلونو کې رامینځته کیدی شي.
په دې توګه، د لمریزې انرژۍ رول به نور هم زیات شي او د فوسیل سونګ سره به د بریښنا تولید کم شي.
پداسې حال کې چې خلک د پیسو سپمولو لپاره ګامونه پورته کوي، سپما هم په کورنیو او کاري ځایونو کې د انرژي موثریت لپاره خورا مهم دی.
په کورونو او کاري ځایونو کې د انرژي کارول د وړو اقداماتو سره نږدې نیمایي ته راټیټ کیدی شي.
نو کوم ګامونه باید واخیستل شي؟
- هغه څراغونه چې د کارونې وړ ندي باید بند شي.
- د انرژي اغیزمن بریښنایی وسایل او د رڼا سیسټمونه، په ځانګړې توګه د LED څراغونو باید وکارول شي.
- د بریښنایی وسایلو پلګونه چې د کارونې وړ ندي باید له ساکټ څخه لرې شي.
- مرکز ګرمۍ باید د فرنیچر شاته نه وي ، دوی باید په مخ خلاص وي.
- د ژمي په میاشتو کې د کورونو، کارځایونو او ودانیو دروازې باید تړلې وساتل شي.
- په غیر استعمال شوي خونو کې د بریښنایی مرکز ګرمیو تودوخه باید کمه شي.
- یخچالونه باید د ۵ او منفي ۳ درجو ترمنځ وکارول شي.
- د الکټرونیکي توکو لکه یخچالونو، لوښو مینځلو ماشینونو اوکالیو مینځلو ماشینونو پاک ساتلو ته باید پاملرنه وشي ترڅو دوی ډیر موثر کار وکړي.
- په یخچال کې د ایښودلو دمخه د ګرمو خوړو یخ کیدو ته انتظار وکړئ. پرته له یخولو څخه په یخچال کې د خوړو ساتل د دې لامل کیږي چې یخچال ډیر انرژي مصرف کړي.
- په داش کې د خوړو د پخولو پر مهال باید چیني او یا شیشه يي لوښې وکارول شي ، د تودوخې درجه د ۲۰ درجو څخه راټیټه کیدی شي.
- د دفتر او کور لپاره پیرودل شوي بریښنایی وسایل باید د انرژي اغیزمنو څخه غوره شي.
- د ایرکندیشنونو مراقبت باید له پامه ونه غورځول شي او د خونې تودوخه باید په ژمي کې د ۱۸ او ۲۰ درجو ترمنځه وساتل شي چې او په دوبي کې ۲۴درجې سانتي ګراد وساتل شي.
- ایر کنډیشنر باید په هغه ځایونو کې نصب شي چې مستقیم لمر نه ترلاسه کوي.