د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2053324
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییلو د برید ۱۴مه ورځ پوره کېږي، د جګړې په بشري اړخ کې کړکېچ لا پسې ژورېږي. امریکا او د لویدیځو هیوادونو د یوې مهمې برخې ښکاره ملاتړ د اسرائیلو د کړنو په وړاندې یو محدود استثنایی حالت رامنځته کړی دی. اسرائیل چې د ډله ایزې مجازاتو طریقه د جنګي ستراتیژۍ په توګه غوره کړې او امریکا چې د هغې لپاره نامحدود ملاتړ کوي، د سیمې ثبات او نړیوال امنیت په یوه نوي تاریخي بحران کې ډوب کړی دی. په منځني ختیځ کې سیاسي فضا په تدریجي ډول د بدلون په حال کې ده. د سیمې هېوادونه تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې د جګړې د بندولو لپاره یو ګام واخلي. ډیری هیوادونه په دې نه دي توانیدلي چې د بیان له کچې څخه عملي کچې ته لوړ شي. له بلې خوا تورکیه په غزه کې د اسرائیلو د تیري په وړاندې متوازنه سیمه ایزه ډیپلوماسۍ ترسره کوي. په دې معنی، انقره د جګړې په درولو او د کړکیچ د پراخیدو د مخنیوي په برخه کې تر ټولو فعال هیواد دی. تورکیه په ریښتیني اساس عمل کوي، هغه پالیسي تعقیبوي چې د سیمه ایزو خبرو اترو فعاله کارونې او انساني چلند ته لومړیتوب ورکوي.

 

د تورکېې د سیاسي‌ اقتصادي‌ او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ د امنیتي‌ څیړونو مشر پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د موضوع په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

ولسمشر اردوغان د اکټوبر په ۷ مه په خپل لومړي عکس العمل کې ښکیلو خواوو ته بلنه ورکړه چې په اعتدال سره عمل وکړي او فوري‌  عمل کولو نه ډډه وکړي. وروسته یې پر غزې د اسرائیلو پر بریدونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د حل  یواځینۍ لاره  د ۱۹۶۷ کال پولو سره  د یو خپلواکه فلسطیني دولت جوړیدل دي‌، چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمېنه وي او ځمکنۍ بشپړتیا یې تضمین شوې وي. ولسمشر اردوغان د خپل وخت ډیره برخه د نورو هیوادونو د مشرانو سره ملاقاتونو  ته ځانګړې کړې ده. په دې برخه کې یې تر اوسه د ۱۸ هېوادونو له مشرانو سره ټیلیفون له لارې خبرې او ملاقاتونه کړي‌ دي. په هره غونډه  او ملاقات کې هغه ټینګار کوي چې د هغه لومړیتوب د بشردوستانه اوربند اعلانول، د بشردوستانه دهلیز جوړول او اسرائیل باید د نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي.

 

د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم د ډیپلوماسۍ ټرافیک ته دوام ورکوي. د فیدان هدف دا دی چې د سیمه ایزې ډیپلوماسۍ په اغیزمنه توګه کارولو سره ژر تر ژره د اسرائیلو جنګي کمپاین ودروي. په دې برخه کې تورکیه له مصر، لبنان، سعودي عربستان، اردن، متحده عربي اماراتو، قطر، پاکستان او ایران سره د ژورې ډیپلوماسۍ له لارې د اسرائیلو د تیري د محدودولو او د رښتیني اوربند په تامینولو سره د حقیقي حل د موندلو لپاره جدي هڅې کوي. د فیدان تر ټولو په زړه پورې اړخ چې په دې غونډو کې يې په ګوته کړ، دا دی چې د فلسطين د مسئلې د حل لپاره يې له حقيقته ډکه او څرګنده ژبه کارولې ده. فیدان په دې باندې په ټینګار سره چې د فلسطین د مسئلې له حل پرته اسرائیل په بشپړه توګه خوندي نه شي پاتې کیدای.  فیدان د اسرائیلو په یرغلګر دریځ تمرکز کوي. له همدې امله، هغه وايي چې د ۱۹۶۷ کال د پولو او ختیځ‌ بیت المقدس د پلازمینې سره د یو خپلواکه  فلسطین  دولت تاسیس چې  ځمکنۍ بشپړتیا تضمین وي د سیمې ترټولو بیړنۍ مسله ده. دا لا دمخه د فلسطین او اسرائیلو په شخړه کې د تورکیې لخوا منل شوی دولتي دریځ دی او د نړیوال قانون لخوا د حل په توګه وړاندې شوی.

 

د تورکیې د منځګړیتوب فعالیتونه د ډیپلوماسۍ یوه مهمه برخه جوړوي. لومړی هدف د حماس لخوا یرغمل شوو اسرائیلي او نور دولتي اتباع خوشې کول او د خبرو اترو لپاره قوي اساس چمتو کول دي. د حماس سره د تورکیې د خبرو اترو چینلونه او د هغې تیرې تجربې اجازه ورکوي چې پدې برخه کې د اسانتیا رول ولوبوي. بله مسئله چې د فیدان لخوا هم یادونه شوې، د تورکیې احتمالي  د تضمین رول  دی. د تورکیې په ګډون یو څو تضمین کوونکی میکانیزم دا تضمین لري چې د اوربند له اعلان وروسته به اوربند ټینګ شي.

 

بل ټکی دا دی چې دغه کړکېچ د سیمې د نورمال کېدو میکانیزم له ګواښ سره مخ کړی او کېدای شي د سیمه ییز امنیت د یوه نوي بحران  په توګه رامنځته  شي. له اسرائیلو نه د امریکا ښکاره سیاسي او پوځي ملاتړ او په سیمه کې د خپل پوځي ځواک تحرک او د سیمې د هېوادونو د پوځي ځواک د مخنیوي لپاره دا خطر زیاتوي چې جګړه به یوازې تر غزې پورې محدوده پاتې نه شي او د نورو فعالینو د لاس لرلو امکان لا پیاوړی کوي. دا ډول احتمال د تورکیې لپاره د نوي سیمه ایز امنیتي بحران په معنی دی. له همدې امله، د تورکیې لپاره، د اوربند رامنځته کول او د اسرائیلو د بریدونو بندول د یو داسې ګام په توګه لیدل کیږي چې په لویه کچه د سیمه ایز امنیت چاپیریال د بې ثباتۍ مخه نیسي.

 

وروستی ټکی دا احتمال دی چې پر غزې د اسرائیلو بریدونه به د تورکیې او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو بهیر چې د جګړې مخکې پيل شوی وو پای ته ورسوي. که څه هم ولسمشر اردوغان پدې مسله کې متوازنه ژبه کاروي او د تورکیې لومړیتوب د کړکیچ پای ته رسول دي ، احتمال شتون لري چې د کړکیچ د ژوریدو او د اسرائیلو تاوتریخوالی زیاتیدو سره به نورمال کیدو ته لاره هواره شي. له همدې امله، د تورکیې او اسرائیلو ترمنځ  د اړیکو نورمال کول د حقیقي ازموینې سره مخ دي. په دې وخت کې، د نورمال کولو اساس ممکن بیا پوښتنې ته اړتیا ولري. مهمه خبره دا ده چې د اکتوبر له اومې  وروسته به څه ډول سیمه ایز اقلیم رامینځته شي. دې ته په پام سره، دا ډېره ممکنه ده چې د تورکیې او اسرائیلو د اړیکو د راتلونکي په اړه خبرې وکړي.

 

لومړی، د تورکیې-اسرائیل نورمال کول باید د اکتوبر له ۷ وروسته په نوي اساس پرمختګ وکړي. ځکه چې د اکتوبر ۷ څخه دمخه، د نورمال کولو تمه خورا لوړه ساتل شوې وه. نه د انرژی مسله او نه هم نور جیو پولیټیکل مسایل په یواځې ځان د نورمال کولو لپاره کافي عوامل و. دویم، د تورکیې او اسرائیلو اړیکو هیڅکله د امریکا او اسرائیلو اړیکو په څیر اتحاد نه درلود. دا ممکنه نه وه چې په  ۱۹۹۰ لسیزه کې بیا د اړیکو طلایی دور تجربه شي. دریم، په دواړو هېوادونو کې د بهرنۍ تګلارې پراګماتزم خپل حدود لري. ځکه چې د تورکیې اخلاقي پراګماتزم او د اسرائیلو نامحدود پراګماتزم د یو مهم تحرک په توګه کار وکړ چې د دواړو هیوادونو اړیکې یې په اعظمي حد کې وساتلې او د فلسطین د مسلې په اړه یې د اړیکو ژوریدل ناممکن کړل. له همدې امله د تورکیې د بهرني سیاست لپاره د دوو مسلو جلا کول خورا ستونزمن کار دی. په نهایت کې دا روښانه ده چې که په تورکیه کې ټولنه د اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کیدو او د فلسطین مسلې ترمنځ انتخاب وکړي نو دوی به د فلسطین مسلې ته ترجیح ورکړي. دا یو له خورا مهم تحرکاتو څخه دی چې ولسمشر اردوغان یې باید په پام کې ونیسي.

 

دې ټولو تحرکاتو ته په پام سره تورکیه یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په سیمه کې د کړکېچ د ژورېدو د مخنیوي او د اوربند د تامین لپاره تر ټولو فعال رول لوبوي. داسې ښکاري چې د کړکیچ ژوریدل به د اوس لپاره د تورکیې او اسرائیلو عادي کیدو پای ته ورسوي. تر ټولو مهمه دا چې د اکټوبر په اوومه د اسرائیلو بریدونه او ورپسې بریدونه د تورکیې په بهرنۍ پالیسۍ کې د نورمال کولو پراخ بهیر اغېزمنولی شي. د دې راتلونکې په دې پورې اړه لري چې لویدیځ به څومره د اسرائیلو تر شا ودریږي او څومره به د جګړې او شخړې د انسان جوړ شوي قواعد له پامه غورځوي.



اړوند خبرونه