پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

2010350
پلټونکې سترګې

د متخصصینو په اند د اقیانوسونو کشف په اصل کې د سپوږمۍ د کشف نه ډیر ګران دی.

د امریکا د ووډس هول اوشینوګرافیک انسټیټیوټ  کارپوهانو ویلي چې په سمندر کې ژورې غوټې وهل په فضا کې د اکتشاف په پرتله "ډیر ستونزمن او ګران" دي.

د دې اوونۍ په خپرونه کې به پډې اړه  خبرې وکړو چې ولې د سپوږمۍ کشف  په پرتله د سمندرونو کشف  ګران دی .  

د CNN د راپور له مخې، په ناسا کې افتخاري سمندر ساینس پوه ډاکټر جین فیلډمن، وايي "موږ د خپلې سیارې په پرتله د سپوږمۍ او مریخ غوره نقشې لرو."

د امریکا د سمندري او اتموسفیر ادارې (NOAA) د ۲۰۲۲ د شمیرو له مخې

که څه هم انسانان د لسګونو زرو کلونو لپاره د بحر سطحه کشف کړې ده  خو، دوی یوازې د سمندري پوړ تل  شاوخوا ۲۰ سلنې نقشه جوړه کړې ده . د امریکا د ووډس هول اوشینوګرافیک انسټیټیوټ   په وینا، پداسې حال کې چې  تر اوسه پورې ۱۲  فضانوردانو د سپوږمۍ په سطحه ټول ۳۰۰ ساعته څیړنې کړي‌ دي‌، خو د آرام سمندر په لویدیځ کې موقعیت لرونکي‌ د ماریانا خندق د کشفولو په خاطر  یواځې درې تنو نږدې درې ساعته څيړنې کړي‌ دي. دا نقطه د نړۍ تر ټولو ژوره نقطه بلل کیږي.

د ویلو ده چې د ژورو اقیانسونو یا سمندرونو د تل د نه کشفولو د لاملونو نه یو هم ، په هره پیمانه چې  د سمندر تل ته ښکته کیږۍ په همدې اندازه فشار سویه لوړیږي، د لید کچه د چا خبره له منځه ځي او تکه توره شپه او ډیر زیاته یخني‌ او هوا سړښت رامنځته کیږي.

د سمندرونو په تل کې څه شان شتون لري ؟

د امریکا د ووډس هول اوشینوګرافیک انسټیټیوټ   په وینا،  د ژور سمندر لاندې د ژوروالي‌ کچه د زرو نه تر ۶۰۰۰ پورې خو د د سمندر ژور خندق کولی شي د ۱۱۰۰۰  مترو ژوروالی ته ورسیږي.

دا سمندري کندې چې د "هدل" په نوم یادیږي په لرغوني یوناني افسانه کې د ځمکې لاندې خدای د هیډز په نوم نومول شوي. د هډال په سیمو کې، چیرې چې د لمر وړانګې نه رسیږي، د تودوخې درجه یخنۍ ته نږدې کیږي.

د انسټیټیوټ په وینا، ساینس پوهانو په لومړي ځل په ۱۹۴۸ کال  کې په سمندر کې د ۶۰۰۰ مترو په ژوره کې د ژوند نښې نښانې ثابتې کړې.

د دوه عشاریه دوه  میلیون ډولونو څخه یوازې ۲۴۰۰۰۰ ډوله  د ساینس پوهانو لخوا تشریح شوي.

فیلډمن وویل، د ژورو او منځنیو سمندرونو یوازې یوه کوچنۍ برخه د انسانانو لخوا کشف شوې، او د سمندر د پوړ ډیره کوچنۍ برخه نقشه شوې ده.

د دې په ټینګار سره چې دومره محدودو معلوماتو ته د لاسرسي لامل تر ډیره حده لګښت دی ، فیلډمن په ګوته کړه چې په سونار سمبال کښتۍ خورا لوړ لګښتونه رامینځته کولی شي او یوازې د تیلو لګښت هره ورځ ۴۰ زره ډالرو ته رسي.

د دوه عشاریه دوه  میلیون ډولونو څخه یوازې ۲۴۰۰۰۰ ډوله  د ساینس پوهانو لخوا پیژندل شوي چې باور کیږي په سمندرونو کې شتون لري، د سمندري سرشمیرنې له مخې، د سمندري ژوند ثبتولو او سپړلو لپاره یو نوښت دی.

له بلې خوا فیلډمن ټینګار  وکړ چې دا ناشونې ده چې معلومه شي چې څومره سمندري مخلوقات په سمندرونو کې ژوند کوي.


پيوندونه: #پلټونکې سترګې

اړوند خبرونه