پلټوونکې سترګې
پلټوونکې سترګې
ایا د جاذبې د قوې څخه بهر په سیمه کې به جینونه څه ډول چلند کوي؟
یو له هغه ساینسي مطالعاتو څخه چې د تورکیې فضایي مسافر به يي په نړیوال فضا سټیشن کې ترسره کوي پدې تمرکز وکړي چې ایا د جاذبې قوې نه بهر په سیمه کې به جینونه څه ډول چلند وکړي.
د دې اونۍ په خپرونه کې د "مایکرو مځکې جاذبې اړوند جنیټیک ساینس ماموریت" پروژې په اړه وغږیږو چې د ملي فضايي برنامې برخې په توګه فضا ته ځي.
د ملي فضايي پروګرام د یوې برخې په توګه، د تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت فضا ته استونکي فضايي مسافر به په فضايي سټیشن کې د پوهنتونونو او څیړنیزو بنسټونو لخوا چمتو شوي ۱۳ بیلابیلې تجربې ترسره کړي. د دې تجربو څخه یوه په دې تمرکز کوي چې جینونه به په هغه سیمه کې چې د جاذبې قوه شتون ونلري څه ډول چلند وکړي.
د تورکیې د علمي او ټکنالوژیکو څیړنو ادارې په وروستیو میاشتو کې د ساینس ماموریت غوښتنه کړې ترڅو هغه تجربې مشخصې کړي چې د تورکیې فضایي مسافر به د خپل ماموریت په جریان کې ترسره کړي.
د پوهنتونونو او څیړنیزو موسسو لخوا یو زیات شمیر پروژې وړاندې شوي دي. یو له دې پروژو څخه د 'میکرو مځکې جاذبې قوې پورې اړوند جینیتیک ساینس ماموریت' پروژه ده.
د پروژې هدف
تر ټولو لومړی، د پروژې موخه دا ده چې هغه جینونه وپیژني چې د غیر جاذبې چاپیریال لخوا اغیزمن کیږي، چې فعالیت یې لا تر اوسه ندی موندل شوی، او دا معلومه کړي چې کوم معافیتي حجرې به په مستقیم ډول د CRISPR جین انجنیري میتودونو په کارولو سره په فضايي ماموریتونو کې د ثقل لخوا اغیزمن شي.
د اوسکودار پوهنتون د ټرانسجینیک حجرو ټیکنالوژۍ مرکز رئیس ډاکټر د جهان تاشتان په وینا، د انسان په بدن کې د شاوخوا ۲۵۰۰۰ جینونو اړیکه د جاذبې سره لا تر اوسه معلومه نه ده.
پروژه به څنګه ترسره شي؟
د تورکیې فضایي مسافر به د خپل ماموریت څخه مخکې او په بیلابیلو ورځو کې د هغه څخه د وینې نمونې راټولوي. کله چې هغه ځمکې ته راستون شي، هغه به دا نمونې مرکز ته ورسوي. په دې توګه، دا به مشاهده شي چې حجرې، په ځانګړې توګه د معافیت حجرې، په فضا کې څنګه چلند کوي او تر کومې اندازې پورې د سرطان په څیر د فکتورونو سره مبارزه کولی شي.
که مطلوب پایلې ترلاسه شي نو څه به پیښ شي؟
د دې مطالعاتو سره، هغه به وکوالی شي کشف کړي چې د انسان په جینییک کې پټ شوي جینونه به څنګه چلند وکړي کله چې دوی د جاذبې څخه خلاص شي. که هغه شواهد ومومي چې د سرطان حجرې د فضا په چاپیریال کې په اغیزمنه توګه وژل کیدی شي، د فضا سیاحت په زیاتوالي سره، هغه ناروغان چې خلا ته ځي، په لنډ وخت کې به روغ شي.
په راتلونکي کې، ممکن د روغتیا سیاحت او فضا سیاحت سره یوځای شي، ترڅو ناروغان د نړیوال فضا سټیشن په روغتونونو کې درملنه وکړي.