پلټوونکې سترګې
هغه خلک چې قوي پښې لري د زړه له حملې وروسته د زړه د افلاس خطر يي ډیر کم وي.
جاپاني څیړونکو موندلې ده چې هغه خلک چې د پښو قوي عضلات لري د زړه له حملې وروسته د زړه د افلاس خطر يي ډیر کم دی.
د دې اوونۍ په خپرونه کې د یوې نوې څېړنې په اړه بحث کوو چې ښيي هغه خلک چې پښې پیاوړې وي د زړه له حملې وروسته د زړه د افلاس خطر يي هم کم وي.
د څېړنې له مخې، چې پایلې یې د اروپا د زړه د ناروغیو د ټولنې (ESC) په وېبپاڼه کې خپرې شوې، هغه ناروغان چې د خپو عضلات يي پياوړې وي د زړه حملې نه وروسته د زړه د افلاس خطر يي ډیر کم وي.
دغه څېړنه چې د جاپان د ساګاميهارا پوهنتون د طب پوهنځي له خوا ترسره شوې، په هغو ۹۳۲ کسانو کې څېړنه شوې چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ یې د زړه لومړی حمله تجربه کړې، چې مخکې یې هېڅکله د زړه ناروغي نه وه تجربه کړې.
په هغه څیړنه کې چې د زړه د حملې وروسته په روغتون کې بستر شوي ناروغانو د "کواډریسیپس" عضلاتو ګروپ ازموینې سره د پښو ځواک اندازه شوی و، لیدل شوي چې د ۴۸۱ تنو ناروغانو عضلات قوي وو، او د ۴۵۱ تنو کمزوري وو. دا معلومه شوه چې د ۶۷ ناروغانو د خپو د منځنیو عضلاتو خاوندان وو.
په هغو ناروغانو کې چې دا څیړنه پرې شوې وه د زړه د حملې له وخته د څلور نیم کلونو لپاره تعقیب شوي وو، په هغه ناروغانو کې چې د خپو عضلات يي قوي وو د زړه د افلاس کچه په هرو زرو تنو کې ۱۰ عشاریه ۲ سلنه وه او په هغو کسانو کې چې د پښو قوي عضلات يي ضعیفه وو په هغوې کې د زړه د افلاس کچه ۲۲ عشاریه ۹ سلنه ده.
دا څیړنه، چې د اروپا د زړه ناروغۍ (ESC) ویب پاڼه کې خپره شوې، د پښو د عضلاتو پیاوړتیا او د زړه افلاس ترمنځ اړیکه هم وڅیړله.
د پایلې په توګه، دا معلومه شوه چې د پښو پياوړي عضلات پنځه سلنه پياوړتیا د زړه د د افلاس خطر ۱۱ سلنه راټیټوي.
د ساګامیهارا پوهنتون د طب د پوهنځي د فزیوتراپي څانګې یو تن څیړونکي کنسوکي اوینو، وویل چې دا څیړنه د هغو ناروغانو په پیژندلو کې اغیزمنه وه چې د زړه د حملې وروسته د زړه د افلاس د لوړ خطر سره مخامخ دي.
د دې په ګوته کولو سره چې په کلینیکي ترتیب کې د پښو د عضلاتو ځواک په سمه توګه اندازه کول اسانه دی، یوینو وویل چې دا کولی شي چې د هغه ناروغانو چې زړه حمله لري د زړه د افلاس د مخنیوي د درملنې په پلي کولو کې هم مرسته وکړي .