د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

په ننۍ خپرونه کې د تورکیې د ازمیر ولایت د برګاما ولسوالۍ د لاسي‌ غالیو په اړه لنډ بحث کوو

1995984
د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

 

د تورکیې د ایجین په سیمه کې ترټولو لوی ښار ازمیر دی. د ازمیر ولایت د  برګاما ولسوالۍ بیا د خپل  زوړ تاریخ  سره پیژندل کیږي چې د لرغونو وختونو پورې اړه لري. د برګاما  ولسوالۍ چې د ۳ زره کلونو څخه زیات د ډیرو تمدنونو شاهد دی، ددې سیمې غالۍ او ټغران بیا ځانګړی شهرت لري. د برګاما لاسي غالۍ په ۱۹۹۶ میلادي‌ کال کې د برګاما ښاروالۍ په غوښتنه د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوو محصولاتو په لست کې شاملې شوې. غالۍ په محلي ډول د  "استار"  په نامه د ځانګړو دستګاګانو سره په لاس اوبدل کیږي . د غالۍ په تولید کې، د پسونو د وړۍ نه جوړ شوي‌ ځانګړي‌ تار څخه چې  په دودیز ډول د مختلفو نباتاتو د ریښو نه ترلاسه کیدونکو  رنګونو سره رنګ کیږي وروسته وچیږي . په دې توګه، د برګاما غالۍ د اوږدې مودې لپاره خپل روښانه رنګ او ځلیدل حفظوي. دا چې د برګاما په سیمه کې غالۍ د  غوټۍ ځانګړي‌  تخنیک سره اوبدل کیږي د مقامت  د پایښت له پلوه یو خاص ځای لري. د برګاما غالۍ په څلورو ګټګوریو  ویل شوې  لکه یاغجي بیدر، قره داغ ، قوزاک او یونتداغي. لاسي اوبدل شوي برګاما غالۍ د ۱۶ پیړۍ څخه تر ۱۹ پیړۍ پورې نه یوازې په هیواد کې بلکې په بهر کې هم خورا شهرت درلود . په ځانګړې توګه په اروپا کې، د لویو او شتمنو کورنیو او کولکسیون خاوندانو له دې غالۍ سره ډیره مینه ښودلې.

نن ورځ هم دا غالۍ په سیمه کې د ځانګړي‌ شهرت نه برښمندې دي.



اړوند خبرونه