پلټوونکې سترګې

د روبوټونه په چټکۍ سره د ودې په حال کې دي. په راتلوونکو لسو کلونو کې به  د کورونو کارونه ۳۹ سلنه د روبوټونو لخوا ترسره کیږي.

1973388
پلټوونکې سترګې

 

د روبوټونه په چټکۍ سره د ودې په حال کې دي. په راتلوونکو لسو کلونو کې به  د کورونو کارونه ۳۹ سلنه د روبوټونو لخوا ترسره کیږي.

د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون او د جاپان د اوچانومیزو پوهنتون د څیړونکو لخوا د یوې څیړنې له مخې  ویل شوي‌ دی‌ په راتلوونکو لسو کلونو کې به  د کورونو کارونه ۳۹ سلنه د روبوټونو لخوا ترسره کیږي .

کارپوهانو وړاندوینه کړې چې هغه کار چې د اتوماتیک یا ټکنالوژۍ د ودې سره به ډیر زیات اغیزمن شي‌ هغه  به د مارکیټ نه د سودا اخیستو کار وي.

د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون او په جاپان کې د اوچانومیزو پوهنتون  د څیړونکو لخوا د یوې مطالعې له مخې دا معلومه شوې ده چې په راتلوونکو لسو کلونو کې به  د کورونو کارونه ۳۹ سلنه د روبوټونو لخوا ترسره کیږي .

په دوو پوهنتونونو کې څیړونکو د ۶۵ مصنوعي زیرکتیا  متخصصینو څخه د دوی د نظرونو لپاره وپوښتل چې ایا  څنګه  په رتلوونکو لسو کلونو کې د کور کار  د اوتوماتیک یا ټکنالوژۍ تر اغیزو لاندې راځي؟. پدې څیړنه کې ۲۹ د انګلستان او ۳۶ هم د جاپان متخصصینو ګډون کړی وو.

د PLOS One په ژورنال کې خپره شوې څیړنه کې، کارپوهانو وړاندوینه کړې چې هغه د ټکنالوژۍ د ودې نه تر ټولو زیات اغیزمن کیدونکی کار د بازار نه د سودا اخیستو کار دی.

همداشان هغه کار چې تر ټولو لږ د ټکنالوژۍ د ودې سره اغیزمن کیږي‌ د ځوانانو او د زړو د پالنې سکتور دی.

د ویلو ده چې د بازار نه د سودا اخیستو لپاره ځانګړې کیدونکی وخت به ۶۰ سلنه کم شي.

څیړونکي دې نتیجې ته ورسیدل چې برتانوي نارینه متخصصین د خپلو ښځینه همکارانو په پرتله د کور کار کې اتومات کولو ته ډیر لیواله وو، او په جاپان کې بیا دا کار برعکس دی.

مګر هغه دندې چې کارپوهان فکر کوي اتومات کولی شي توپیر ولري.

په اکسفورډ پوهنتون کې د پوسټ دوکتورا څیړونکي ډاکټر لولو شی وویل: "یوازې ۲۸ سلنه د پاملرنې کار اتوماتیک فکر کیږي، په شمول د ماشومانو ښوونې او پالنې."

له بلې خوا، کارپوهان په دې نظر دي چې ټکنالوژي به د کور د اړتیاو د پیردو په خاطر ځانګړې کیدونکي‌ وخت ۶۰ سلنه کم شي.

خو دا وړاندوینې چې روباټونه به انسانان د "لسو کلونو په اوږدو کې" د کور له کارونو څخه خلاص کړي، نوې خبره نه ده.

په انګلستان کې نیمايي هغه نارینه چې کار کوي‌ په خپلو کورونو کې د  میرمنو په څیر د کور کار کوي خو په جاپان کې، بیا  نارینه د کور د کار پنځمه برخه ترسره کوي.

په اکسفورډ پوهنتون کې د مصنوعي زیرکتیا او ټولنې په برخه یو تن څیړونکي‌ او لیکوال ، ډاکټر ایکاتیرینا هرتیګ وايي  چې په ښځو باندې د کور د کار غیر متناسب بار د ښځو په عاید، سپما او تقاعد منفي اغیزه لري.

له همدې امله څیړونکي وايي چې د اتومات کولو زیاتوالی کولی شي د جنډر مساواتو لامل شي.


پيوندونه: #پلټونکې سترګې

اړوند خبرونه