ایا تاسې پدې پوهیدلۍ؟

ایا تاسو پوهیږئ چې په تورکیه کې د یونیسکو تر ساتنې لاندې د بایوسفیر زیرمې سیمه شتون لري؟

1972086
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ؟

ایا تاسو پوهیږئ چې په تورکیه کې د یونیسکو تر ساتنې لاندې د بایوسفیر زیرمې سیمه شتون لري؟

د بایوسفیر زیرمې د ځمکې یا ساحلي ایکوسیستمونو ساحې په توګه تعریف شوي چیرې چې د انسان او طبیعت ترمینځ له ایکولوژیک ، اقتصادي ، کلتوري او ټولنیز پلوه متوازن او دوامداره اړیکې رامینځته کیږي. د یونسکو سازمان د شمیرو له مخې  تر ۲۰۲۱ کال پورې، د نړۍ په  ۱۲۹ هیوادونو کې  ۷۱۴ د بایوسفیر زیرمې شتون لري . د تورکیې لومړنی او یوازینی بایوسفیر زیرمه د ارتوین ولایت د بورچکا په ولسوالۍ کې د جمیلي مشهور په مجاهیل سیمه کې موقعیت لري . دا سیمه د خپلو طبیعي پخوانیو ځنګلونو، سیمه ایزو نباتاتو، تاریخي جوماتونو، خالص قفقاز مچۍ او د خپل ځانګړي کلتور او همدارنګه د طبعي‌ او ښکلو درو  سره یو زړه پورې ښکلا لري.

ددې سیمې مشهوره دره چې د کارچال غرونو په لمن کې د ۳۴۵۰  مترو په لوړوالي سره، د ګرجستان په پوله کې موقعیت لري، دا د سختو ترانسپورتي شرایطو سره سره، د عکس اخیستنې او طبیعت مینه والو لپاره یو له غوره مرکزونو څخه دی. دغې سیمې په ۱۹۲۱ کال کې د روسیې او تورکیې ترمنځ د سرحدي تړون له مخې اوسنۍ بڼه خپله کړه. د هوکړې له مخې په دره کې له ۱۸ کلیو څخه ۱۲ یې د ګرجستان او ۶ یې د تورکیې په پولو کې پاتې دي. ګرجستان  پوله د جاملي‌ کلي‌ نه لاندې موقعیت لري. د ژمي او پسرلي په میاشتو کې، د ماجاخیل په کلیو کې کوم تورکي میشته سیمو ته رسیدل تقریبا ناممکن دي ځکه چې سړکونه د کال د ۴ نه تر ۶  میاشتو پورې د واورې له امله تړل شوي. د ژمي د دغو سختو شرایطو ځايي خلک په کلیو کې په بیړنیو حالاتو کې د بورچکا یا ارټوین پر ځای ګرجستان ته اوړي. د ټرانسپورټ مشکل هم د سیمې لپاره لویه ګټه چمتو کړې؛ په دې توګه، ماکاخیل توانیدلی چې د ځایی خلکو په ملاتړ خپل طبیعت، دودونه وساتي.

د مچیو پالنه او د شاتو تولید په ماجایل کې د اوسیدونکو خلکو ترټولو مهم معیشت دی، چې په 2006 کې د یونیسکو لخوا د نړۍ د بایوسفیر ریزرو ساحې په توګه وټاکل شو. هغه بډایه بوټي چې د لوړوالي توپیر له امله رامینځته شوي د "خالص قفقاز مچۍ" کور هم دی. هر کال د اګست په نیمایي کې، د "شاتو فیستیوال" په ماجایل کې ترسره کیږي. د سیمې خلک دومره تخصص لري چې په نړیوالو پلیټ فارمونو کې د مچیو ساتلو پجه برخه کې خپلې تجربې او او پوهه ورسره شریکوي..



اړوند خبرونه