ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهیږئ د تورکیې د قهرامانماراش ولایت چې د فبروري په ۶ د یوې لویې زلزلې سره ولړزید او ډیر سخت زیانمند شو، د پخوانیو زمانو راهیسې د مسو د لاسي صنایعو په برخه کې تر ټولو مشهور ښار دی؟
اناتولیا چې د پيړیو راهیسي د ډیرو زیاتو تمدنونو کوربه توب کړی دی دا سیمه د لاسي صنایعو او هنرونو په برخه کې هم د ډیرو زیاتو ډولونو ټاټوبی دی . یو له دې صنعتونو او هنرونو څخه د "مسګرۍ " صنعت دی، چې ډیر زیات توکي ترینه جوړیږي .
د ویلو ده چې په اناتولیا کې د مسو د کشف او پروسس په اړه لومړنۍ موندنې ۱۰ زره کاله وړاندې ته رسیږي.
په چاتالهیوک کې د لرغونو پایلو د کیندنو په پایله کې، دا لیدل شوي چې د میلاد نه مخکې ډیری توکي د مسو نه جوړیدل . د ویلو ده چې نن ورځ هم په اناتولیا کې د پخلنځي او سینګار ډیر توکي د دودیز لاسي صنایع کې د مسو نه کار اخیستل کیږي. د مسو نه جوړیږي.
د ویلو ده چې په تیرو وختونو کې د ټولې اناتولیا په څیر د مسو لوښو او کاسو په ماراش کې خورا مهم ځای درلود،او له نسل څخه نسل ته په میراث پاتې شوي دي. د مسو کار، چې د قهرمانماراش یو له پخوانیو لاسي صنایعو څخه دی، د لاسي کار له پلوه په تورکیه کې ډیر اهمیت لري. که څه هم د مسو د جوړولو په برخه کې ډیری تخنیکونه کارول کیږي، دا د "ټکولو" تخنیک تر ټولو مشهور دی. دا تخنیک، چې د انسان د زیار پر بنسټ ولاړ دی، یو میتود دی چې ډیر وخت او زحمت ته اړتیا لري. د مسګرۍ هنر او صنعت په قهرمانمارش ولایت کې د ۱۹۵۰ کلونو راپدیخوا پدې ولایت کې ډیر ګړندی پرمختګ کړی او د مسو محصولات ټولې تورکیې ته صادرات پيل شوي دي. د دې هنر نښې او نښانې ، چې د ډیری مسو جوړونکو لخوا جوړیږي ، د قهرامانمارش نږدې هر کور کې موندل کیدی شي. ګلدانونه، پطنوسونه، لګنونه، دیګونه، قاشقې، پنجې، څمڅۍ، کړايي ګانې، سماوارنونه، ګیلاسونه، منقلونه، زینتي توکي ، بکسونه او یو زیات شمیر نور توکي جوړیږي.
نن ورځ پدې سیمه کې ډیری زینتي توکي د سیاحتي موخو لپاره جوړیږي. همداشان مسي لوښي او توکي په بهر کې هم ډیر زیات مینه وال او غوښتنه لري.