ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟
ایا پوهیږي چې نړۍ له اوو عجایبو یا خارق العاده اثارو څخه دوه په تورکیه کې موقعیت لري؟
د اوه شمیره چې په پخوانیو وختونو کې د پنځو سیارو جمع لمر او سپوږمۍ مجموعه ده د یونانیانو لخوا د زرغونتیا ، بشپړتیا او برکت نښې په توګه شمیرل کیده، او تل په چمتو شوو لیستونو کې د اوه شمیره اساس نیول کیده. یو له دوی څخه، د نړۍ د ۷ عجایبو لیست دی. د نړۍ ۷ عجایب د کلاسیک او لرغونی نړۍ لومړی او خورا د پام وړ بیلګه ده. د ویلو ده چې د لرغونو پيړیو څخه نن ورځ ته راسیدلي د مدیترانې په شاوخوا کې د نړۍ ترټولو عالي طبیعي او مصنوعي ښکلاونو د راټولو نه وروسته د نړۍ ۷ خارق العاده اثارو لست جوړ شوی دی چې ددې اوو خارق العاده اثارو څخه دوه يي ، په اناتولیا کې موقعیت لري.
د نړۍ د عجایبو په منځ کې په تورکیه کې د دوو ځایونو څخه یو د آرټیمیس معبد دی. دا معبد چې د ازمیر په سیلجوق ولسوالۍ کې موقعیت لري او د ایفسس لرغوني ښار څخه شاوخوا ۴ کیلومتره لرې دی. داسې انګیرل کیږي چې دا معبد د میلاد نه ۵۵۰ کاله مخکې جوړ شوی دی. د ارټیمیس معبد چې په ۱۲۰ کلونو کې او په بشپړه توګه د مرمرو نه جوړ شوی دی دی نن ورځ ترینه څخه یوازې د مرمر څو ټوټې پاتې دي.
په تورکیه کې د نړۍ د اوو عجایبو نه بل اثر د خالیکارناسس مقبره ده. د ویلو ده چې دا مقبره د تورکیې د مشهور سیاحتي ښار بودروم ولسوالۍ د پولو په منځ کې موقعیت لري. د ویلو ده چې دا مقبره د میلاد نه ۳۵۰ کاله مخکې جوړه شوې ده . د خالیکارناسس مقبره چې د د کارین پاچا موسولوس لپاره د هغه د میرمن او خور لخوا جوړ شوی یو ځانګړی مکان وو چې ، په لویه زلزله کې ویجاړ شوی دی. د ویلو ده چې پنځلسمه پیړۍ کې د صلیبیانو په د سفر پر مهال سیمې ته راغلو لښکرونو د بودرم کلا په جوړولو کې ددې مقبرې د ټوټو نه کار اخیستی دی . له همدې امله د خالیکارناسس مقبرې کنډوالې ډیری ورکې دي او سیمه د سر خلاص میوزیم په توګه لیدل کیدی شي. د یادګار او مقبرې ځینې برخې د انګلستان په برتش موزیم کې نندارې ته وړاندې شوي.