د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1932389
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

مونږ د تاریخي دورې په یوه حساس پړاو کې ژوند کوو. له یوې خوا، د هراړخیز بدلون بهیر چې په ترڅ کې یې نړیوال ناڅرګندتیاوې زیاتیږي، د ستر ځواک سیالي نړیوال کیږي او په ټولو سیمه ایزو فرعي سیسټمونو کې احساس کیږي. له بلې خوا،  د هر پلوه چې وګورو تورکیه د نړیوالو ستونزو په زړه کې قرار لري. د اوکراین جګړه، په قفقاز کې د سولې نازک بهیر، په بالکان کې داخلي ستونزې چې د انفجار په حالت کې قرار لري، د یونان پاروونکې خبرې او  سیاست، په ختیځ مدیترانې سمندرګي کې د انرژۍ سیالي اود  سیمې په اړه  د امریکا مخ پر زیاتیدونکي لېوالتیا، شمالي افریقا تر ټولو توده مسله د لیبیا ټوټې ټوټې کیدل ، په سوریه کې روانه ناڅرګندي او بې ثباتي، په عراق کې سیاسي ضعف او ناڅرګندتیا  او  په ایران کې د روانو مظاهرو له امله رامنځته شوي ناڅرګندي او د اوکراین د جګړې له امله د انرژۍ او خوراکي توکو ستر بحران.

د ویلو ده چې د اوکراین د جګړې له امله د انرژۍ او خوراکي توکو بحران د تورکیې لپاره هم  فرصتونه او هم نوي خطرونه دواړه رامنځته کړي دي. کله چې د چاپیریال مسلې لکه د اقلیم بدلون او راتلونکی نړیوال اقتصادي بحران، چې مونږ به یې شاید د کال په لومړۍ نیمایي کې وګورو، نړۍوال اقتصادي بحران  مسئله هم په دې ټولو موضوعاتو کې اضافه شي  داسې ښکاري چې په ۲۰۲۳ کال کې به  د تورکیې جیوپولتیک ماحول ډیر زیات متحرک وي.

 د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ د امنیتي څیړونو مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته راګرځوم.

 د دې موضوعاتو په منځ کې، هغه څه چې مونږ به په ۲۰۲۳ کال کې  په اړه  ډیری خبرې وکړو هغه په اوکراین کې روانه جګړه ده. د جګړې پای ناشونی ښکاري. داسې ګمان کیږي  چې دا جګړه به لا زیاته ژوره او دوام وکړي. واشنګټن ته د زیلینسکي سفر ښيي چې امریکا به له اوکراین سره خپلې پوځي مرستې زیاتې کړي او تر ټولو مهمه دا چې د هغه په ​​ماهیت کې بدلون راولي. په دې حالت کې، دا به ګټور وي چې د جګړې د هر ډول سناریو  لپاره چمتووالی ولرو. که چیرې دا روانه جګړه شدت ونه کړي د تورکیې لپاره دا ممکنه ده چې خپل دریځ نور هم پیاوړی کړي. په حقیقت کې دا دریځ به تورکیه په دیپلوماتیکه او جیو پولیټیکل لحاظ نوره هم پیاوړې کړي. تورکیه کولی شي د انرژۍ، اروپا امنیت او خوراکي امنیت په برخو کې خپل فعال رول ژور کړي. که چیرې جګړه سمت بدل کړي یا ژوره شي، نو د تورکیې لپاره به د خپل اوسني دریځ ساتل ستونزمن شي او د انقرې - بروکسل - واشنګټن کرښې په اوږدو کې به  یو کړکیچن بهیر کیدی شي تجربه شي. شاید ترټولو مهمه موضوع چې مونږ به یې په ۲۰۲۳ کې د اوکراین جګړې سره یو ځای پرې  خبرې وکړو هغه د  تور سمندرګې پرمختګونه وي. د ویلو ده چې د اوکراین د جګړې وروسته دا معلومه شوه چې تور سمندر امریکا په منزل او رادار  کې ډیر زیات داخل شوی  او په دې وخت کې غواړي د تور سمندر له هیوادونو سره د روسیې ضد یو نوی بهیر جوړ کړي. د همدې امله  دا به  ګټوره وي چې "د تور سمندر پراخې پروژې" ته جدي پاملرنه وشي.

 

د ۲۰۲۳ کال د  مثبتې اجنډا له پلوه ، د منځني ختیځ  سره د اړیکو عادي کولو بهیر چې پرته د ځنډ نه په ډیره ښه توګه دوام لري وړاندوینه کولی شو چې په همدې شان دوام وکړي. سیمه د اوکراین له جګړې وروسته  هیوادونه د یو لا مهم موقف سره د راڅرګندیدو د بهیر نه تیریږي. د اړیکو د نورمالیدو بهیر پداسې یو  فضا کې ترسره شو. موږ ویلای شو چې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اسرائیلو سره د اړیکو نورمالولو پروسه به نوره هم پیاوړې کړي. دا به د مصر سره ورو ورو پرمختګ وکړي، مګر دا قوي امکان دی چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله  یو  بل  ډول بهیر تجربه شي.

د سوریې مسئله بیا  حیرانوونکو پرمختګونو شاهدي کوي. د ویلو ده چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې په مسکو کې  ترسره شوې درې اړخیزه غونډه له ۱۱ کلونو وروسته تر ټولو لوی ګام و. دا معلومه شوه چې درې اړخیز میکانیزم به په ۲۰۲۳ کې د پایښت لرونکي جوړښت په توګه دوام ومومي او ګام به ګام به د دوسیو په اړه پرمختګ وشي. دا به سمه نه وي چې د ترهګرۍ او یا  د سوري  کډوالو د بیرته ستنولو او یا  سیاسي حل  په اړه ډیر د چټک حل تمه وشي، مګر دا روښانه ده چې یو څه پرمختګ به وشي. پدې نه  پوهیږم چې د ولسمشر اردوغان او اسد ترمنځ به کومه مخامخ  لیدنه وشي او که نه ، خو دا به هیڅوک حیران نه کړي چې په تورکیه کې د ټاکنو مخکې د مسکو له لارې دا لیدنه ترسره شي. کله چې موږ احتمالي پایلو ته ګورو، د رژیم او سوریې ملي اردو  ترمنځ د نظامي تاو تریخوالي کمولو ، د PKK فعال محدودیت ، د کډوالو  تدریجي راستنیدو کیدای شي چې  ادلیب په اړه یو څه پرمختګ وشي. د بله پلوه  د ایران لخوا ددې بهیر د کمزوری کولو په خاطر روانې هڅې  او له تورکیې او دمشق  ترمنځه د واټن د لا ډیرولو په خاطر هلې ځلې کیدای شي چې ځینې پایلې ولري. دا امکان نلري چې واشنګټن به د دې پروسې ملاتړ وکړي. که څه هم زه پدې اړه ډیر خوشبین نه یم، که هرڅه سم شي او د ستونزو په حل  کې پرمختګ وشي، مونږ کولی شو د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یو ډیر هر اړخیز انځور شاهدي وکړو.

بله مهمه موضوع چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې باید په  دقت سره وکتل شي د تورکیې او یونان ترمنځ کړکېچ دی. په دواړو هیوادونو کې ټاکنې راروانې دي او داسې نه بریښي چې اتن د اوسنۍ پاروونکې پالیسۍ نه لاس په سر شي. د ټاپوګانو مسلح کول او له ۶ څخه ۱۲ میلونو پورې د خپل سمندري پولو غزول ممکن تورکیه دې ته اړ کړي چې د یونان پروړاندې ګام پورته کړي ، او سیاسي او قانوني شخړې کیدای شي چې د یو تصادم او ټکر لامل شي. که چیرې کار دې مرحلې ته لاړ شي او دریمې ډلې ونشي کولی په پروسه کې راحته رول ولوبوي ، د انقرې - اتن کړکیچ ممکن ژور شي.

په ۲۰۲۳ کې د بهرنۍ پالیسۍ په اجنډا کې ډیری مسلې شتون لري. دا ممکنه نه ده چې ټول یې په انفرادي توګه یاد کړو. په هرصورت، دا ستونزمنه نه ده چې اټکل وکړو چې نوی کال به متحرک نوي. نوی کال به یو ډیر متحرک کال وي. د ۲۰۲۳ کال  ولسمشرۍ ټاکنې د هغه دورې سره سمون خوري کله چې د تورکیې جمهوریت دوهمې پیړۍ ته ننوځي. د ویلو ده د تورکیې د جمهوریت دویمې پیړۍ به د تورکیې سټراتیژیک او امنیتي ماحول به ډیر د رقابتونو او محدودیتونو نه ډک وي او د ډیرو مهم پروژو شاهدي به وکړو. ۲۰۲۳ کال کې یوازې د داخلي سیاست له پلوه نه بلکې د سیمه ایز او نړۍوال ستراتیژیک د ظرز له پلوه به هم یو نوی پیل وي. پدې نقطه کې به ټاکنې د تورکیې جیو سیاست ته شکل ورکړي او کیدای شي چې په یو ډیر مهم قوت بدل شي.  



اړوند خبرونه