د ورځنۍ اجنډا تحلیل

تورکیې په سوریه کې د نویو مځکنیو عملیاتو لپاره پوره چمتوالی نیولی دی

1916541
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

په داسې حال کې چې په سوریه کې د نویو ځمکنیو عملیاتو په اړه  خبرې روانې دي، د تورکیې لخوا  په ټول هیواد او له هغه به ترهګرۍ پر خلاف مبارزه په پوره سرعت سره روانه ده. له یوې خوا د فتو عناصرو په وړاندې مبارزه روانه  ده او  له بلې خوا  د پي کاکا وسله وال ترهګریز سازمان او د هغې د فرعي مشتقاتو په وړاندې لویه مبارزه دوام لري. په ځانګړې توګه په عراق او سوریه کې د تورکیې پوځ او د ملي استخباراتو تشکیلاتو لخوا  په پي کاکا ترهګریز سازمان باندې فشار ډیر شوی دی. په هرصورت، د منځني ختیځ په معادله کې، ځینې سیمه ایز او نړیوال قدرتونه لاهم هڅه کوي چې ترهګریز سازمانونه د خپلو نیابتي ځواکونو  په توګه  استفادې ته دوام ورکړي.

 د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیز بڼسټ د بهرنیو اړیکو  د څانګې یو تن محقق جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

پداسې حال کې چې تورکیه په یوه ستونزمنده جغرافیه کې  د چا خبره چې د اور حلقه ترینه چاپیر ده د خپل ثبات په ساتلو سره د یو لوی دولت په توګه مبارزه کوي د بله پلوه بیا  پدې  وروستیو کلونو په یو نړۍوال ځواک د بدلیدو هدف ته د رسیدو په خاطر  ګام په ګام پرمختګ کوي. په ځانګړې توګه د عدالت او پراختیا  ګوند د واکمنۍ پر مهال  تورکیه  په بهرنۍ پالیسۍ کې بشپړ خپلواکۍ ته لومړیتوب ورکوي. دا کار  د نړیوالو قدرتونو تر منځ د توازن عنصر په توګه موقعیت نیولو په خاطر کوي. په ځانګړې توګه، په اوکراین کې د جګړې له امله رامینځته شوي جیو پولیټیکل اغیز دا وضعیت نور هم پیاوړی کړ. خو  تورکیه  اوس  د دې پروسې په اوږدو کې له سترو ننګونو سره مخ ده. د سپټمبر د یولسمې حملې، په افغانستان او عراق د امریکا یرغل  او له سیمه ایزې ګډوډۍ څخه په ګټې اخیستنې سره د  داعش په شان د تروریستي سازمانونو رامنځته کیدو  او البته د تورکیې پر ضد د PKK او FETO په څیر د تروریستي سازمانونو د کارولو د  هڅو شاهدي کوو. په ځانګړې توګه په منځني ختیځ  او د تورکیې په نږدې جغرافیه کې د سترو قدرتونو لخوا د ځواک د سترې مجادلې  په برخه کې هڅه کیږي چې تورکیه ددې معادلې نه بهر وباسي.  دا ستر قدرتونه خپل دې هدف ته د رسیدو په خاطر  د پي کاکا  او فتو په یر د تروریستي سازمانونو ملاتړ کوي او ددوې نه د تورکیې پر خلاف د وسیلې او نیابتي ځواکونو په توګه کار اخلي. په دې برخه کې،  د فتو ترهګریز سازمان لخوا ترسره شوې د جولای د ۱۵مې د کودتا اصلي موخه، د تورکیې د بهرنۍ پالیسۍ چې د هغوې لخوا د منلو او زغم وړ نده  برعکس کول او په سوریه کې د نیست نه  د یو ترهګر دولت  هست کول او د ترهګرۍ پر خلاف  د تورکیې روانې مبارزې مخنیوی او پر وړاندې خنډونه جوړول وو.

د ویلو ده چې په تورکیه کې د فتو ترهګریز سازمان لخوا د کودتا له هڅې مخکې د پي کاکا ترهګریز سازمان  له خوا د خندقونو سره د ورانکارنه فعالیتونو  هڅه شوې وه چې په نتیجه کې  په سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. ددې ناوړې هڅې نه سمدلاسه وروسته  پي کاکا او داعش ترهګرو ډلو په هممهاله او ګډه تو پر تورکیې  ترهګریز بریدونه پیل کړل او هڅه یې وکړه چې کودتا ته زمینه برابره کړي. د تورکیې په ډیرو لویو ښارونو کې ملکي وګړي په نښه شول او د توکمیزو او فرقه ایزو نفاقونو د رامنځ ته کولو لپاره ستراتیژي عملي شوه. په هرصورت، د کودتا له هڅې وروسته، د هیواد امنیتي ، پوځي او ملکې ادارې د  فتو ترهګریز سازمان  تصفیه   او ددې اغیزمنو اقداماتو سره د ترهګرو سازمانونو فعالیتونه مخه  تر ډیره حده ونیول شوه.

د ویلو ده چې  تورکیې د جولای د ۱۵ مې  د شومې کودتا د هڅې نه وروسته د نوي  امنیتي دکتورین  په جوړولو سره د پولې نه پورې غاړه د سترو پوځي عملیاتو پیلولو سره  د پورته ذکر شوو هڅو ځواب ورکړ. پدې چوکاټ کې  د جولای ۱۵ زمونږ په وړاندې د یو لوی میلاد په توګه قرار لري. له امنیتی ارګانونو او  ستراتیژیکو بنسټونو څخه د فتو ترهګریز سازمان د پاتو شونو  تصفیه کول  او د پي کاکا او فرعي څانګو په وړاندې فعاله مبارزه په نوې پيړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په تړاو کې تورکیه په یو نړۍوال ځواک بدلوي.  

 

د ولسمشر اردوغان د قوي سیاسي رهبرۍ لاندې د تورکیې وسله وال ځواکونه چې د هرې ورځې په تیریدو سره  لا زیات په مسلکي جوړښت بدلیږي، د بشري منابعو او تجهیزاتو له پلوه پیاوړې د کورنیو چارو وزارت او د ملي استخباراتو ریاست  هم د هیواد د پولو په دننه کې او هم د پولو نه بهر د ترهګرۍ پر وړاندې ډیره بریالۍ مبارزه کوي او ډیرې ښې لاسته راوړنې درلودلي دي. ددې ترڅنګ د تورکیې دفاعي صنعت چې په ټولو اړخونو کې وده کوي، ځان د یو بشپړونکي عنصر په توګه څرګندوي.

 

په سوریه کې مځکني عملیات چې  د فرات ډال  د عملیاتو کې پیل شوي او د زیتون څانګې او د سولې چینې د  عملیاتو سره دوام  موندلی وو مونږ نن ورځ  پدې سیمه کې د نویو مځکنیو عملیاتو د پيلیدو په درشل کې قرار لرو. تورکیه د پي کاکا او پوځي څانګو پر خلاف چې ددې هیواد نه نشت کړی دی او تورکیې د ملي امنیت او پولو سربیره پخپله د سوریې مځکنۍ بشپړتیا ته ستر ګواښ جوړ کړی دی د ډیرو هر اړخیزو مځکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیولی دی . که څه هم  پي کاکا ترهګری سازمان  په سیمه کې د خپل حامي  او ملاتړو روسیې او امریکا سره چې د هغوې نه قوي ملاتړ کوي په خبرو اترو بوخت دي خو  تورکیه هوډ لري چې سیمه ددې ترهګرو نه تصفیه کړي. په ځانګړې توګه تل رفعت، منبج او عین العرب د مهمو سیمو په توګه لیدل کیږي. بیا به د فرات سیند ختیځ  کې د هسکي په څیر سیمې په نښه شي. تورکیه هوډ لري چې د سوریې سره د ۹۰۰ کیلومتره پولې په اوږدو کې یو خوندي زون جوړ کړي.



اړوند خبرونه