د تورکیې د جغرافیا راجستر شوي توکي
په ننۍ خپرونه کې د تورکیې د حقاري ولایت ولایت د یو ډول ځانګړي خوړو ( کریس) په اړه لنډ بحث کوو.
د تورکیې د جغرافیا راجستر شوي توکي
په ننۍ خپرونه کې د تورکیې د حقاري ولایت ولایت د یو ډول ځانګړي خوړو ( کریس) په اړه لنډ بحث کوو.
د کریس خواړه د تورکیې د حقاري ولایت ځانګړي خواړه دي. حقاري ولایت بیا د تورکیې ایران او عراق سره د تقاطع په نقطه کې موقعیت لري. دا ویلو ده چې دا خواړه چې د غوښې څخه پخیږي په ځانګړې توګه د ختمونو، ودونو یا خیراتونو په څیر پیښو لپاره چمتو کیږي.
"کریس " په ۲۰۱۷ کال کې د حقاري ولایت د اشپزانو او شیریني پزانو د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوي محصولاتو په لست کې شامل شو، ډېر پخوانی تاریخ لري. ددې خوړو د پخولو لپاره لازم مواد. هډوکې لرونکې غوښه، کوفته، بلګور، وریجې، نخود، پیاز ، روميانو ، د رومیانو رب، ممیز او چارمغز.د ویلو ده چې ممیز او چارمغز دې خوړو ته یو ډول بل خوږ او ښکلی لذت ورکوي. .
لومړی د سرخي غوښې نه کوفته باید جوړه شي. وروسته وريجې، نخود، ممیز، چارمغز او ، هډوکو غوښه په جلا جلا دیګونو کې ایشول کیږي. په یو بل لوی دیګ کې پیاز ، رومیان او او د روميانو رب سره کیږي او بیا د پاسه يي جوش شوي وریجي ، نخود، ممیز، چارمغز او د کوچني چارمغز د لویوالي په اندازه جوړه شوې کوفته اچول کیږي.
د خفیف لړولو نه وروسته په دیګ کې مالګه او اوبه اچول کیږي. دا ټول ۴۵ دقیقې جوش کیږي. وروسته جوش شوي سوماک دانې هم پکې اچول کیږي او د پنځو دقیقو نورو لپاره جوش کیږي.
د پخیدو نه وروسته دا خواړه د چپاتې ډوډۍ ، پيازو او شومړو سره میلمنو ته ورکول کیږي.