ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې تورکیه په نړۍ کې  د هغه  هیوادونو په مینځ کې چې تر ټولو ډیر ورته ګرځندویان ځي  شپږم ځای لري؟

1911584
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې تورکیه په نړۍ کې  د هغه  هیوادونو په مینځ کې چې تر ټولو ډیر ورته ګرځندویان ځي  شپږم ځای لري؟

       د ملګرو ملتونو د ګرځندوی نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، تورکیه په نړۍ کې له ۴۵ میلیونو څخه د زیاتو سیلانیانو په لرلو سره په نړۍ کې د هغه هیوادونو په منځ کې چې تر ټولو ورته زیات ګرځندویان ځي په شپږم کتار کې ځای لري.

       تورکیه  د خپل بډایه تاریخ او کولتور سره هر کال د څه باندې ۱۰۰ هیوادونو نه په لسګونو میلیونه ګرځندویانو کوربه توب کوي.

له چین څخه تر روسیې، له آلمان څخه تر ایرلنډ، له جنوبي کوریا څخه تر جاپان پورې په لسګونو میلیونه تنه سیلانیان د رخصتیو او تفریح  لپاره تورکیې ته ترجیح ورکوي . استانبول چې د دریو سترو امپراتوریو پلازمېنه وه، د نړۍ یوازینی ښار دی چې په دوو براعظمونو کې پروت دی. انتالیا او موغلا  د ښارونو د خپلو ښکلو سواحلو ، شګیو او تکو شنو  بحرونو  سره  او د ایدرنې ولایت چې د خپلۍ  معمارۍ او تاریخ سره،  په نړۍ کې د هغه سلو ښارونو په منځ کې ځای لري چې تر ټولو زیات لیدل کیږي.

     په تورکیه کې د سیاحت په هر ډګر کې فعالیتونه ترسره کیږي، د اوړي له سیاحت څخه نیولې تر ژمي سپورټ، طبیعت، کلتور، عقیدې، سپورت، روغتیا او کانګرو د  سیاحت پورې. تورکیه چې یوه ستره تاریخي خزانه هم ده او له لرغونې زمانې څخه تر نن ورځې پورې پکې ګڼ تمدنونه زیږیدلي او واکمن دي، د خپل کلتوري بډاینې له مخې د نړۍ یو له نادرو هیوادونو څخه دی. په تورکیه کې ۱۹ میراثونه شته چې ۱۷ یې کلتوري او ۲ یې مشترک دي، چې د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کې شامل دي. د نړۍ د میراثونو په لست کې د تورکیې ۸۴ اثار شامل دي چې ۷۷ یې کلتوري، ۴ مشترک او ۳ یې طبیعي دي.



اړوند خبرونه