د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ورځنۍ اجندا تحلیل

1902180
د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ورځنۍ اجندا تحلیل

د PKK ترهګریز سازمان او اړوندو اکاونټونو له څو ورځو راهیسې په  تصویري ، چاپي او ټولنیزو رسنیو کې د تورکیې لخوا د ترهګرو پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د ناسمو او جعلي خبرونه  په خپرولولو پيل شوی دی.

همداشان په تورکيه کې ځينې مخالفې ډلې او څېرې هم په دغه درواغو کې ځان شریکوي او د هغوې درواغ  تکراروي. د همدې امله لازمه ده  چې  د ترهګرۍ  د پروپاګند موضوع ته لنډه کتنه وکړو. ترهګري پرته له پروپاګند ژوند نه شي کولای.

د ویلو ده چې ، د تورکیې د وسله والو ځواکونو په ډیپوګانو کې هیڅ کیمیاوي وسلې شتون نلري. له بلې خوا، هیڅ داسې شواهد  هم شتون نلري چې د تورکېې وسله وال پوځ  تر دې دمه په خپلو عملیاتو کې کیمیاوي وسلې کارولې وي. د تورکیې وسله وال پوځ چې حتا د په وسلو سمبال بې پیلوته الوتکو په بریدونو او عملیاتو کې ملکي وګړو ته د زیان د نه اوښتو په خاطر د ډیر احتیاط نه کار اخلي نو څه ډول کولی شي چې په عملیاتو کې د کیمیايي وسلې نه کار واخلي. بله او تر ټولو مهمه خبره د تورکیې وسله وال پوځ د کیمیایي وسلې د کارولو  لپاره کومه اړتیا نلري.

دلته د حیرانتیا وړ خبره  خو دا ده چې دواړه ترهګریز سازمانونه، ځینې "مخالفین" دننه او ځینې بهرنۍ ډلې فکر کوي چې دا ډول "خبرونه" چې له ورا ښکاره دي چې درواغ دي څه ډول ددې هڅه کوي چې دا په نړۍ د حقیقت په توګه ومني.  ځکه، کله چې د تیرو پنځو کلونو لپاره په انټرنیټ کې ساده څیړنه ترسره شي، نو دا ممکنه ده چې د تورکیې د تروریزم ضد عملیاتو کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د ترهګریز سازمان او د هغې د همکارانو حسابونو لخوا په لسګونو بې بڼسټه"خبرونو د خپریدو شاهدي وکړو".

له تروریستي سازمان سره د نړیوالو اړیکو، رسنیو او پروپاګند ملاتړ سره سره، د دې ادعاوو د ثابتولو لپاره یو دلیل هم تر اوسه پورې وړاندې کړی ندی ، ځکه چې دا تورونه له واقعیت سره هیڅ تړاو نلري. په حقیقت کې چې دا ډول تورونه اوس هم لګول کیږي د دې ښکارندویي کوي چې تروریستي سازمان او ملاتړي یې د تبلیغاتو په ډګر کې څومره بې رحمه شوي او د دوی د تبلیغاتي وړتیا د ختمیدو په حال کې ده.

د کیمیاوي وسلو په اړه د ادراک مدیریت سربیره، دا اړینه ده چې حقایق وڅیړل شي. په سوریه کې د لافارج سمنټو فابریکې تیره اونۍ په امریکا  کې د "ترهګرۍ سره د مرستې" په تور په ثبت شوي دعوی کې په جرم اعتراف وکړ او له محکمې سره جوړجاړي ته ورسید.

په هرصورت، وضعیت یوازې د سمنټو یو ساده شرکت پورې اړه نلري چې د وړیا سوداګرۍ تضمین په بدل کې یو ترهګر سازمان  ته پیسې ورکوي.

د دې لپاره، موږ باید خپل یادونه یو څه تازه کړو. که څه هم د سوریې کړکیچ او بشري تراژیدي په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې، خو د سوریې د کړکیچ په اړه د نړیوالې ټولنې رښتیني پوهاوی ، نه  د توغندیو او کیمیاوي وسلو له امله د وژل شوو  سوري وګړو او نه  هم  د سیمې هېوادونو ته د ګډه شوو په میلیونونو تنو سوري وګړو .  خو پوهاوی او مداخلې وروسته له هغې پیل شوې چې په سوریه کې داعش ترهګریز سازمان د ډله ایزو وژنو انځورونه خپاره شول.

په هغه موده کې چې داعش په سیمه کې واکمن وو، د لافارج سمنټو فابریکې وکولای شول چې د اوږدې مودې لپاره خپل فعالیت ته دوام ورکړي. که څه هم دې مسلې په هغه وخت کې جلب د توجه کړې وه ، خو لامل یې په بشپړه توګه معلوم نه وو. نن ورځ، د امریکا د محکمې د پریکړې سره، لافارج اعتراف وکړ چې هغه داعش ته پیسې ورکړې، په بل عبارت، هغه د تروریزم تمویل کړی.

په حقیقت کې، د دې اعتراف څخه مخکې، د داعش سره د شرکت د اړیکو په اړه خبرې شوې وې. د فرانسې قضايي ادارې هم د لافارج د لوړپوړو چارواکو پر ضد د ترهګرۍ د تمویل او د بشریت ضد جرمونو کې د لاس لرلو په تور تحقیقات پیل کړي وو خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

حقیقت دا دی چې دلته مسله یوازې د فرانسوي شرکت نه ده .د انادولو خبري اژانس  د ژونالستۍ په دنده کې بریالیتوب دا هر څه په ډاګه کړل. د انادولو خبري اژانس  د ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر په ۷ مه نيټه اسنادو سره څرګنده کړه چې د LaFarge د داعش تمویل د فرانسې د استخباراتو  د معلوماتو سره ترسره شوی. د فرانسوي استخباراتو سره د شرکت لیکونه ښیي چې د فرانسې استخباراتو له دې اړیکو څخه ګټه پورته کړې او له همدې امله یې په کلکه د اړیکو ملاتړ کړی. لږترلږه یې خنډ يي ندی رامنځته کړی. په هرصورت، د دې نه منلو وړ اسنادو سره سره، په فرانسه یا امریکا  کې د فرانسوي استخباراتو افسرانو په وړاندې کوم قضايي ګامونه ندي پورته شوي .

دلته  باید په ځانګړې توګه  په هغه وخت  ټینګار ک وشي کله چې لافارج د فرانسې د استخباراتو د معلوماتو سره سره  د داعش سره مالي اړیکې جوړې کړې او محافظت او د رقابت ضد ملاتړ یې ترلاسه کړ. ځکه چې دا دوره هم هغه وخت وه چې د سوریې په اړه د تورکیې د تګلارې د مخنیوي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر وړاندې د خنډ جوړولو لپاره په دننه او بهر کې یو ستر  د ناسمو تورونو او پروپاګند کمپاین پيل شوی وو.

په اصل کې د درواغ  او ناسمو تبلیغاتو چې ګواکې تورکیه د داعش نه ملاتړ کوي او ددې ترهګریز سازمان سره د نوو جنګیالیو د یو ځای کیدو باندې سترګې پټوي او زمینه ورته برابروي پخپله (په فرانسوي مطبوعاتو کې هم) خپاره شوي وو. په هرصورت، کله چې په سوریه کې د داعش په شمول سخت دریځي سازمانونه راڅرګند شول، یواځې تورکیه  وه چې دې خطر ته توجه وکړه او نورو ټولو پرې سترګې پټې کړې.  همداشان تورکیې په خپلو "متحدینو" ددې سخت دریځو پر خلاف د غوڅې مبارزې او اقدام  غږ وکړ. سر بیره پر دې، د تورکیې وسله وال ځواکونه یواځنی ځواک و چې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په  ډګر کې د داعش پر وړاندې د مبارزې د نورو میتودونو ترڅنګ جګړه کوله.

همداشان دې اسنادو هغه خبره او حقیقت هم څرګند کړی ، په هغه وخت کې چې په تورکیې د داعش ترهګرې ډلې سره د اړیکو درلودو بې بڼیاده او بې بڼسټه تورونه لګیدل د فرانسې استخباراتو د داعش تمویل کولو. د ویلو ده چې د ترهګرو سازمانونو سره په سر کې د امریکا او ځینو دولتونو د پټو او ښکاره اړیکو په اړه نړۍ یوه اګاهي لري او کیدای شي چې په راتلونکې کې د یو زیات شمیر نورو هیوادونو اصلي څیرې هم ښکاره شي.



اړوند خبرونه