پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

1897515
پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

پدې خپرونه کې د بسته بندۍ په اړه لنډ بحث کوو.

په نړۍواله کچه د مصرف د کچې د لوړیدو سره سم د بسته بندۍ مصرف هم ډیر شوی دی. د بسته بندۍ د  تداوم او پایښت  د ډاډمن کولو لپاره مختلف په مختلفو بدیلونو خبرې روانې دي. پوښتنه داده چې ایا  په بسته بندۍ کې  تداوم  څنګه ترلاسه کیږي، کوم بدیلونو باندې باید بحث شي؟

په انقره کې د TRT سټډیوګانو د تورکیې غږ راډیو اوریدونکو ته سلامونه ... زمونږ د نننۍ خپرونې موضوع  د بسته بندۍ کې د تداوم او پایښت مسئله ده.

ډیری محصولات چې مصرف کونکي ته رسیږي د بسته بندۍ لخوا خوندي کیږي. بسته بندي د محصول کیفیت او معیارپه ساتلو کې خورا مهم دي. خو د بسته بندۍ ډیر تولید د ډیرو خامو موادو او ضایعاتو په معنی دي. د بله پلوه  ، د بسته بندۍ صنعت کې د پایښت تضمین کولو لارې لټول کیږي.

هغه څه چې يي مونږ پایښت بولو هغه دادی چې مونږ نن ورځ خپلې اړتیاوې پوره کوو، خو لازمه ده چې د دې محاسبه هم وکړو ، که چیرې سرچینې ټولې مونږ نن مصرف کړو نو ایا راتلونکی نسل به پدې برخه کې خپلې اړتیاوې څه ډول تامین کړي؟ نو ددې لپاره لازمه ده چې د بدیلو لارو په لټه کې شو.

د بسته بندۍ پایښت تضمین کولو لپاره درې ټکي اړین دي: ریسایکل کول  ، د سرچینو مؤثره کارول او د خامو موادو بدیل لټول دي.

په بسته بندۍ کې کارول شوی کاغذ ۹۰ سلنه  او پلاسټیک  بیا ۹۵ سلنه د بیا کارولو یا ریسایکل کولو وړتیا لري.

تورکیه په نړۍ کې د بسته بندۍ په صنعت کې ۱۶م او په اروپا کې شپږم هیواد دی.

د اړتیا نه په لویو پکڅوړو کې د محصولاتو وړاندې کول خامو موادو مصرف زیاتوي. د پایښت تضمین کولو لپاره باید د اړتیا سره سم کڅوړو نه استفاده وشي.

په بسته بندۍ کې کارول شوي موادو بدلول د پایښت تضمین کولو لپاره یو بل ګام دی.

په نړۍ کې د کوم بدیل په اړه خبرې کیږي؟

ډیری لارې او چارې  شتون لري چې د موجوده بسته بندۍ میتودونو بدیل وګرځي. یو له دوی څخه لیزر لیبل کول دي. په CBS نیوز کې خپور شوي  یو راپور کې د  لیزر لیبلونه په  میوو او سبزیجاتو باندې د نخلول شوو  پلاستيکي لیبلونو  پر ځای د کارکولو په توګه یادونه شوې ده . دا ټیکنالوژي د کاربن ډای اکسایډ لیزر کاروي ترڅو د برانډ نوم او د میوو او سبزیجاتو په اړه معلومات پرته د پلاستیکي لیبل د کارولو نه لیکل کیږي. نن ورځ، په فرانسه، اسپانیا او پولنډ کې کارول کیږي او ددې  ټیکنالوژۍ د لا ودې لپاره مطالعات دوام لري.

د ویلو ده چې د بدیلو لارو د لټولو ترڅنګ د موجوده سیسټم په ډیره اغیزمنه توګه استفاده کولو هم د بحث وړ موضوع ده. د برتانیا سوپرمارکیټونو زنځیر ټیسکو اعلان کړی چې د غاښونو د کریم د  لوی برانډونو سره  خبرې  کوي ترڅو د غاښونو د کریم د ټوپونو د بسته بندۍ کارتنونه لرې کړي.

د ویلو ده چې یاد شوي زنځیر سوپر مارکیټ په ۲۰۲۱ کال کې د خپل  برانډ د غاښونو د کریم  د بسته بندۍ کارتنونو د لرې کولو سره په کال کې له ۵۵ ټنو څخه ډیر کارتن تصرف کړی وو . هغه دا کارټنونه یو اضافه شی بللی دی. که اوسنۍ څیړنه بریالۍ شي، اټکل کیږي چې په کال کې ۶۸۰ ټنه کارټنونه تصرف شي.

که څه هم بدیل بسته بندي په پراخه کچه نه پلي کیږي، دا مطالعات د راتلونکي لپاره حیاتي دي.


پيوندونه: #پلټونکې سترګې

اړوند خبرونه