ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

1893433
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې د  تورکیې د  سویل ختیځ اناتولیا سیمه کې پروت  د شانلی اورفا ولایت د خپل تاریخ سربیره د اقسانو او کیسو سره هم مشهور دی؟

شانلي‌ اورفا ولایت ، چې د خپلو خوږو خوږو افسانوي‌  کیسو، منظرو، تازه هوا او معمارۍ سره په زړه پورې فضا لري، یو  داسې ښار دی چې افسانې او تاریخ يي‌ ډیر مشهور دی.

د شانلي اورفا د ښار په هر ګوټ کې چې  د تاریخي‌ ودانیو او مکانونو کوربه توب کوي ددې ښار تر ټولو مشهور تاریخي‌ مکان د بالیکلي‌ جهیل دی.

بالکلی جهیل ، د شانلی اورفا ولایت یو د خورا مهمو سیاحتي‌ مرکزونو څخه دی. د بالکلي‌ جهیل اوږدوالی  ۱۵۰  متره ، ۳۰ متره پلنوالی او نږدې ۵ متره ژورالی لري .

 د دوه لوی حوضونو څخه جوړ شوی چې د کانالونو په واسطه وصل شوی، بالکلی جهیل په حقیقت کې د سیند سره وصل دی او د ښار له لارې تیریږي. دا بیا د هیواد پولې پریږدي او د سوریې په لور روان دی. تر شپږمې پېړۍ پورې په دغه جهيل کې له سيندونو څخه راټولې شوې اوبه راټولېدلی . کله چې په هغه وخت کې  ددې جهیل له امله  په سیلابونو  کې ډیر زیاتو  خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د بیزانس  امپراتور ددې سیمې د ستونزې د حل په خاطر  له استانبول څخه  سیمې ته ډیر زیات  انجینران واستول. د نورو احتمالي سیلابونو په وړاندې یو دیوال جوړ کړ او د اوبو د راټولولو د مخنیوي لپاره یو بل کانال وکیندل شو او ستونزه حل شوه.

د بالکلي‌ جهیل کبان، چې یو افسانوي موضوع ده، د خلکو په منځ کې سپیڅلي ګڼل کیږي او ویل کیږي چې هغه څوک چې ماهي خوري ناروغه کیږي. په جهيل کې یو ډول کبان شتون لري‌ او ویل کیږي‌ چې زهر جن دي او د انسان روغتیا لپاره د هغې خوړل ناشونی دی. د افسانې له مخې،  شانلي‌ اورفا ولایت چې د دریو توحیدی مذهبونو ټاټوبی ګڼل کیږي، ویل کيږي‌ حضرت ابراهیم ع  دلته اور ته واچول شو او یوه معجزه وشوه . ویل کیږي‌ کله چې حضرت ابراهیم ع اور ته اچول کیږي‌ الله تبارک و تعالی اور ته امر کوي‌ چې ابراهیم ونه سوځوي‌ او روغ رمټ يي وساتي. د افسانې له مخې دلته د اور لرګي‌‌ او سکروټې په کبانو بدل شوي‌ دي شو. همداشان دلته هغه غار هم شتون لري چیرې چې حضرت  ابراهیم ع  دلته زیږیدلی دی. . له همدې امله، سیمه د کال په ټولو موسمونو کې د ټولو هیوادونو او مذهبونو لیدونکو لخوا ننداره کیږي..



اړوند خبرونه