د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1892545
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د کریمیا د کیرچ پل چې  مځکې له لارې روسیه  د کریمیا  سره نخلولې دې پدې پل برید د اوکراین او روسیې ترمنځه په روانه جګړه کې یو نوی پړاو پیل کړ.

 روسیې لکه څنګه چې تمه کیده، دې برید ته خورا سخت ځواب ورکړ او د اوکراین پلازمینې د کیف په ګډون  په یو زیات شمیر  ښارونه یې د لارښود توغندیو سره وویشتل.

لکه څنګه چې میډویدوف مخکې ټینګار کړی وو، په کیرچ باندې برید به د اوکراین لپاره د دوزخ دروازې پرانیزي، او داسې بریښي چې همداسې وشو. په داسې حال کې چې دواړه خواوو ترمنځه شخړې مخ په زیاتیدو دي، په دیپلوماتیکه او سیاسي توګه د شخړو د پای ته رسولو امکان په کمیدو دی.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو د مطالعاتو د مرکز یو تن څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

پداسې حال کې چې د اوکراین او روسیې ترمنځه  جګړه  د خپل ټول  سرعت سره روانه وه، د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د ۸ مې نیټې  په سهار، د کریمیا په کیرچ پل کې یوه لویه چاودنه وشوه.

د ویلو ده چې دا پل  روسیه د مځکۍ له لارې د  کریمیا سره نښلوي. کریمیا په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا په غیرې قانوني توګه د خپلې خاورې سره یو ځای کړې شوه. پدې برید کې  د کیرچ پل د پاسه روان  اورګاډي چې په تیلو بار و، اور واخیست او د موټرو د تګ راتګ لاره هم تخریب شوه.. که څه هم د برید د څرنګوالي په اړه بېلابېلې سناریوګانې وړاندې شوې، خو روسیې اعلان وکړ چې په یوه لارۍ موټر کې دننه چاودنه شوې ده. پوتین وویل: "دا یو ترهګریز برید دی چې موخه یې د روسیې د فدراسیون مهم ملکي زیربنا ویجاړول دي. دا برید د  اوکراین د استخباراتو په امر شوی دی. روسیې ددې برید په تړاو ۸ تنه نیولي هم دي.

 

د کیرچ پل، په اروپا کې تر ټولو اوږد پل دی . دا پل چې روسیه د مځکې له لارې د کریمیا سره نښلوي د همدې امله یو ډیر مهم او ستراتیژيک اهمیت لري. د کیرچ پل وروسته د هغه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا په غیرې قانوني توګه الحاق کړ د درې نیم   میلیارد ډالرو په لګښت جوړ کړ. پدې پل کې  څلور لویې لارې او د اورګاډي یوه کرښه شامله ده. په داسې حال کې چې په کریمیا کې د میشتو ولسي وګړو ټولې اړتیاوې د همدې کرښې له لارې برابریږي، په خرسون کې د روسي اشغالګرو ځواکونو لوژستیک هم له همدې کرښې برابریږي. د خپل ستراتیژیک ارزښت سربیره، پل د روسیې او پوتین لپاره د سمبولیک نظر څخه هم خورا مهم دی. دا تقریبا د ټول روسیې د اشغال سمبول شوي یادګار په سترګه ورته کتل کیږي. له همدې امله دا خورا مهمه وه چې د پوتین د زوکړې په ورځ دا ډول مهم یو پل باندې چې د پوتین لپاره هم ځانګړی اهمیت لري برید ترسره کیدل د معنا نه ډکه خبره وه. خو ددې برید نه وروسته د ټولو سترګې  د روسیې غبرګون ته اوښتې وې.

 

روسیه  چې د کیرچ پل په اهمیت ډیره ښه اګاه ده ددینه مخکې په ټینګار ویلي چې د کریمیا  او بیا په کیرچ باندې احتمالي برید به د اوکراین لپاره د دوزخ دروازې پرانیزي. دا خبره د  د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري میدویدوف کړې وه.

 دا لکه څنګه چې تمه کیده وشوه. څو ورځې وروسته د روسیې پوځ د اوکراین ډېر ښارونه په ځانګړې توګه کیف د لارښود توغندیو په وسیله په نښه کړل.

 په هغو بریدونو کې چې تر سلو زیات لارښود توغندی وکارول شول، ډېر مهم بنسټیز تاسیسات په تېره بیا د حرارتی برېښنا مرکزونه په نښه شول. که څه هم دغو بریدونو، چې په کې ملکي وګړي هم پکې  وژل شوي، د جګړې په جریان کې مستقیم اغیز نه درلود، لیدل کیږي چې روسیه لږ تر لږه د کیرچ برید ته اغیزمن ځواب ورکړی.

 

د روسیې لپاره، د توغندیو بریدونو لګښت چې دوه ورځې یې دوام درلود، لږترلږه یو میلیارد ډالر محاسبه کیږي.

 البته، د اوکراین زیربنا خورا ډیر زیانمن شوي. په هرصورت، زموږ په وړاندې مهمه پوښتنه دا ده چې د روسیې  لخوا به د  لارښود توغنديو بریدونه څومره نور دوام وکړي؟ د ارزونو له مخې، د روسیې پوځ  په ګودامونو  کې د ستراتیژیک ارزښت لرونکي لارښود توغندي په چټکۍ سره مخ په خلاصیدو دي  د روسیې دفاعي صنعت نشي کولی د توغندیو سیسټمونه  په دومره چټکۍ سره تولید کړي .

ځکه چې د روسیې دفاعي صنایع ددې توغندیو د تولید لپاره ډیری مواد له بهر نه واردوي. لیدل کیږي چې روسانو د جګړې په جریان کې دا سیسټمونه خورا لږ کارولي دي.

دا بریدونه چې په لومړۍ کرښه کې به ډېر اغېز ونه کړي، ښايي د روسیې د پوځ مورال او انګیزه لوړه کړي. په خرسون کې د اوکراین د پوځ پرمختګ په وروستیو ورځو کې په ټپه درېدلی دی. دا لا څرګنده نه ده چې قسمي سفربرۍ پریکړې وروسته اوکراین ته د نوي روسي ځواکونو دلیږد د به یو توازن رامنځته کړي او که نه.  په ځانګړې توګه کله چې مونږ له اوکراین سره د لویدیځو هیوادونو زیاتیدونکي پوځي ملاتړ ته پام کوو. خو دا یو حقیقت دی چې جګړه د دواړو لورو لپاره توده شوې ده. د کرچ برید او وروسته پیښې دا په ګوته کوي چې دا جګړه به په اسانۍ پای ته ونه رسیږي.



اړوند خبرونه